د امنیتي تړون پرسر د دوو اساسي شرطونو په هلکه توافق ته له نېږدې کېدو سره په بګرام کې پټ زندان د دواړو هېوادونو روابط بیا خورا پېچلې مرحلې ته داخل کړي دي. اټکل کېږي د ۸۸ افغان بندیانو په هلکه بحثونه امنیتي تړون ډېر شاته وغورځوي.
څارونکي وایي، د زنځیري بریدونو پیل او د بګرام زندان کیسه بې رابطې نشي ګڼل کېدای.
سره له دې چې تړون ته د رسېدو په موخه تېر درې میاشتې امریکایانو د ترهګرو غلچکي بریدونه مهار کړي وو، خو د بګرام زندان پرسر ناندریو د بد انجام نوی پېغام راوړی دی.
ولسمشر له امریکایي سناتورانو سره منلې، چې امریکا ته د مطلوبو ۸۸ زندانیانو دوسیې دې وڅېړل شي، خو مطبوعاتو ته راوتې خبره نه د ټولو پوښتنو ځواب دی او نه د قهرېدلو بحثونو د نورمال کولو وسیله.
د بګرام زندان د ۸۸ بندیانو په هلکه د امریکایانو غبرګون به د امنیتي تړون تر ټولو شرایطو په سختۍ تعقیب شي.
امریکایانو پدغه زندان کې داسې کسان ساتلي، چې کاملاً بې ګناه دي، خو داسې کسان هم شته چې ملي امنیت ته جدي خطر پېښوي.
امریکایان دغې قضیې ته له بله دیده ګوري، دوی ته د خطرناکو او ګواښ پېښوونکو بندیانو تعریف بل څه دی.
ښایي له ډېرو معناوو یوه یې دا وي، چې دغه بندیان د امریکا کوم بل حریف ته وفاداري لري.
له بګرام زندان څخه د را خلاصو شویو بندیانو د معلوماتو پر بنسټ امریکایانو په بګرام زندان کې د طالب بندیانو د تهدید پرځای د تحقیقاتو پرمهال پدې تمرکز کړی چې ځينې طالبان ور خپل کړي او پخپله طریقه چې دوی ورته مرموزه کارونه وایي، ورڅخه استفاده وکړي.
سره له دې چې د بګرام زندان د برخلیک ټاکنې صلاحیت افغان لوري ته سپارل شوی، خو په حقیقت کې دا د امریکا د سیاستونو مهمه جزیره ده.
د افغان دولت ځینې چارواکي بګرام زندان ته د طالب جوړونې د فابریکې اصطلاح کاروي او له همدې کبله د څارونکو په نظر ولسمشر کرزي له بندیانو سره تر سیاسي ډېر عاطفي چلند وکړ، چې له خوشي کېدو وروسته ځینې طالب بندیان د جنګ لیکو ته ستانه شوي.
د ۸۸ بندیانو کیسه ورځ تر بلې پېچلې کېږي او ورسره دا پوښتنه را ولاړه شوې چې که یاد شمېر بندیان ډېر مهم وي، نو د جنګ د کنټرول لپاره دې د خبرو اترو د یو فکتور په توګه ترې استفاده وشي، چې البته دا کار ممکن دی، خو که د جنګ په لیکو کې یاد شمېر بندیان کافي اغېز نه لري، نو د خطر مفهوم یې څه کېدای شي؟
یا یاد شمېر بندیان له کوم امریکایي ضد چېنل سره رابطه لري او یا امریکا هڅه کوي نوموړي بندیان کوم بل ماموریت ته سوق کړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی محمد اکبر ستانکزی هم مني، چې د خوشي کېدونکو بندیانو ډېری یې ان درې کاله وړاندې بې ګناه ثابت شوي دي، چې د غلطو معلوماتو په نتیجه کې نیول شوي وو :((دا ان درې کاله وړاندې معلومه شوې وه، چې په بګرام زندان کې ډېری بې ګناه بندیان ساتل کېږي، خو د بندیانو د دوسیو څېړونکې کمېټه هم باید له احتیاطه کار واخلي.))