دا مهال د شپې ۱۱ بجې وې. داسي یخني وه چي د وجود غوښي یې ریبلې. سړکونه وران وجاړ وه او کندي هم دومره زیاتي سوي وې چي یوازي څو قدمه په سمه توګه تلل هم ستونزمن وه. د کوڅې څراغونه هم لکه سوءتغزیه ماشومان کمزوري وه.

سړک ته چي راپورته سو د تعجب په ډول یې اوووووو له خولې ووت او فکر یې وکړ لویه غلطي یې کړې  چي تر دا مهاله د خپل ملګري په کور کي پاته سو. څه یې کړي واي خبري او بانډار دومره په زړه پوري وو چي د ناوخته کیدو او د کور د لري والي احسایې ونکړ.

اوس نو په مخکي پرته اوه کیلو متره لار هغه ته بیخي ستونزمنه ایسیده. که هغه غوښتي نو شپه یې دملګري سره هم تېرولای سوه خو د سپین سري مور، مېرمني او اولادونو د پریشانۍ له کبله یې تګ  غوره و ګڼی.

یو دم یې سایکل و دروی پر غاړه تاو مپلر یې خلاص کړ او له سره یې پر غوږونو ټینګ را تاو کړ، چي ولي یې د مپلر سمولو په وخت کي د لاري هغه خالي او وجاړه برخه په ذهن کي ور و ګرځیده چي په پرله پسې ډول پکي د زورولو او لوټلو پیښي را منځ ته کیدې؟ د بیري یوه تونده څپه یې وجود يې و ځغلیده.

د خپل سایکل پر پایډل یې زور کړه. فکر یې وکړ دده سره نو څه دي چي ترې و لوټل سي، تر پرونه یې جیب کي یوه پیسه نه وه، نن به هم نه وايي که یې  د دفتر د کوم ملګري څخه څو پیسې په قرض نه وای اخستي.

د ملګري یاد، دفتر ور په زړه کړ. فکر یې وکړ د دفتر هم عجیبه  ژوند وي، که کار کول غواړم نو کار او کار او که بې کاري ته مو زړه وسي نو بیکاري او بیکاري او ډيره بې کاري د شیطان د کور غوندي وي. ده هم ډیره هڅه کړې وه د نورو ملګرو غوندي دی هم د شیطان له دې کوره خوند واخلي، خو و یې نه سوه کړای. په دې ډول باید ده، هغه هر څه له لاسه ورکړي وايي چي نه یې غوښتل ترې تیر سي.

د مخامخ راتلونکي موټر هارن هغه له دفتره، سړک ته راویست. د موټر پر سر دوې اشارې لکه په تیاره کي د پشي سترګي ایسیدې، هغه سایکل اړخ ته کړ او موټر یې له څنګه تیر سو.

سایکل یې لږ تېز کړ خو ددې سره سره یې په وجود کي بیده بیره هم په را ویښیدو سوه، ځکه د هر قدم سره هغه خالي او ویروونکي ځای ته ور لنډېدی چي ورکي د پیښو سوو پیښو عکسونه او خبرونه به د ورځپاڼو په یوه نه یو کونج کي خامخا ځان ته ځای موندلی وو. ورځپاڼي خو اوس تقریباً دا ډول خبرونو ته ځانګړي سوي وې غلا، لوټ، تیری، وژني، د سړک د سر پیښي او که به کوم ځای خالي پاته سو نو هغه کي به د خیانت په چکړ کي تر غاړه ننوتو سیاستمدارانو د لوبو کیسې راتلې.

هغه فکر وکړ، پر دې سیمه وړاندي هم دا ډول پیښي را منځ ته کیدې خو دومره زیاتي نه وي. دا پیښي هغه وخت نوري هم زیاتي سوې چي دې سیمي ته نژدې د پولیسو یوه پوسته ورغلې.

پر دې حالاتو هغه ته خندا ورغله خو دا خندا چي څنګه راغلې وه هغې ولاړه، دا څنګه مجبوري ده چي د هغه او د هغه په ډول د زرګونو کسانو خوبونه لا نه ماتیږي؟ ایا اور بیخي سوړ سوی دی؟ ایا یوه هم داسي سپرغۍ نسته چي خپره سي او دا هر څه په خپل واک کي راولي، کاشکي داسي سوي وايي.

یو دم یې احساس کړه چی په ساه اخستلو کي ستونزه لري داسي لکه ساه لنډي چي یې کیږي، د ساه لندۍ دا تجربه دهغه لپاره نوې نه وه، مخکي کي یې هم څوځله د داسي یوه حالت احساس کړی وو.

په بشپړ توان یې سږو ته د ساه کښته کولو هڅه وکړه، مګر له دې سره یې ستونزه نوره هم زیاته سوه.وروسته هغه د سایکل رفتار په دې نیت کرار کړ، که خدای وکړه پر ساه اخستلو بریالی سو، خو یوه شېبه وروسته یې احساس کړه چي دې کار هم چندان نتیجه نده ورکړې، فکر یې وکړ دا چي هسي یې هم ساه بنده بنده کیږي نو ښه به دا وي چي سایکل تیز و چلوي چي کور ته و رسیږي، د سایکل رفتار یې د مخکي په پرتله ګړندی کړ.

ورانه او خالي سیمه  ډیره نژدې سوې وه هغه اوس تر ډیره پر ساه اخستلو بریالی وو. د سړک پر غاړه خاموشه ولاړه ونه ورته د بلا غوندي ښکاریده.

سر پر سر یې ځان ته غوصه راتله چي ولي یې دومره ناوخته کړ، مګر هغه به نو د خپلو شاعرانو، ادیبو او نیمه فلسفي ډوله ملګرو څخه څنګه ولاړیدی؟ چي دی به یې د ژوند په رازونو او د موسقۍ په سازونو کي دومره ورک کړی وو چي وخت ته به یې هیڅ پام هم نه وو، لکه نن.

اوس نو ویرانه سیمه پیل سوه، داسي احساسېده چي لږ وړاندي ورو ورو یو سیوری د هغه خواته را نژدې کیږي، سایکل یې په تیزي تاو کړ نژدې وو را پریوځي خو ځان یې و ژغوره سیوری نور هم نژدې سوی وو. د هغه زړه ټوپونه وهل حلق یې داسي وچ سوی وو لکه ځوزان چي ژويي. وړاندي له دې چي له ویري یې چغي پورته سي سیوری په خاموشي پر خپل سایکل پایډلونه وهل او تېر سو، ښايي هغه به هم دده غوندي یو لاروی وو.

پر خپلي بې عقلۍ خندا ورغله او پر بې زړه توب یې د شرم احساس وکړ پر تندي راغلې خوله یې د کوټ په لستوڼي پاکه کړه  او د سایکل رفتار یې نور هم ګړندی کړ.

یو کیلو متر…دوه کیلو متره او وروسته یې په تیاره کي پټه د پولیسو د پوستې کوچنۍ ودانۍ د بل ګروپ غوندي په سترګه سوه. څنګه چي هغه د پولیسو پوستې ته نژدې کیدی د کمېدو پر ځای یې اندیښنه او بیره خدای خبر ولي لا پسي ډېریده. د هغه ذهن په پرله پسې ډول د ایات کرسي ورد تکراروی، ځکه په داسي وختونو کي انسان ځان الله ته ډېر نژدې احساسوي.

د پولیسو د پوستې مخته د تېریدو په حال کي یې بې اختیاره سترګي د پوستې کوچنۍ ودانۍ ته ور وا وښتې، په دروازه کي ایښې څوکي باندي په برګه دریشي کي پت عسکر ناست پښې غځولي او سترګي یې پټي وې، چي رښتیا به بیده وو که به یې هسي سترګي پټي کړي وې مخ ته یې یو میز باندي میز پوښ غوړیدلی وو.

له دې پوستې لږ وړاندي یوه څلور لارې وه چي تر هغه شاوخوا دوه کیلو متره وړاندي نو اباده سیمه پرته وه.

هغه اوس تر څلور لاري لږ دې خوا وو چي و یې لیدل پر څلور لاري ځیني کسان ولاړ دي، په دې ډول د خلکو را غونډیدل د هغه لپاره یوه معما وه او د هغوی په منځ کي د یوه سره سایکل هم ورسره وو.

دی باوری سو چي دا خلک غله دی او چي څنګه به دی څلور لاری ته رسیږي هغوی ورباندي حمله کوي او هغه پیسې به ترې اخلي چي نن یې له ملګري څخه پور کړي دي او امکان لري چي بیخي  یې  له ژونده بې غمه کړي.

په خولو کي لوند خیشت وو ډار یې په ټول و جود کي غځوني کولې، په دې حالت کي د هغه سایکل د ولاړو کسانو په وړاندي ګړندی تیر سو تر شا یې د ولاړو کسانو یوه قهقه خندا واوریده، د وجود وریښتان یې نیغ سوه، خدای خبر  دا خندا ولي ورته دومره ویروونکې وه.

هغه په ډیري تیزي روان وو، و یې لیدل چي د ولاړو کسانو څخه یو کس پر سایکل د هغه تر شا را روان سو.

خالي سړک، څلورو خواوو ته خوره ویروونکې تیاره، د سړک پر غاړه د بلاوو غوندي ښکاریدونکي جګي جګي وني، د ونو د بلګونو څخه را پرېوتونکي څاڅکي، وران او کنډ کپر سړک، اغزیو غوندي خوړونکی باد، شل ذهن، له سره تر پښو بهیدونکې خوله، د لوټ کیدو وهم، د مرګ وېره او د هغه د سایکل شاته را روان یوبل سایکل. هیڅ نه پوهیدی څه وکړي بس د یوه ماشین غوندي یې د سایکل پر پایډلانو پښې په پوره توان اړولې.

((ای یو ځل و دریږه)) د شا له خوا پورته سوي دې ږغ د خاموشۍ لمن څیري کړه.

فکر یې وکړ ولي ونه دریږم؟ هر څه چي کیږي پریږده چي تر سره سي، لږ تر لږه له دې لحظې لحظې مرګ څخه خو به خلاصون پیدا کړي. پر پایډلانو تاویدونکي پښې یې د څو ثانیو لپاره کابو کړې خو بیرته یې بې اختیاره پایډلان واړول  ځکه انسان تل د امید او ناهیلۍ تر منځ غوټې وهي.

ده شاته و کتل سایکل سپور ښه ډېر ورته را نژدې سوی وو هغه په هره لحظه کي دی داسي را نیولای سو لکه پیشي چي وزر پرېکړې کوتره نیسي. د ښار د ابادي لرونکي سیمي رڼاګاني ښکاریدې، هغه خپل ټول توان سره را غونډ کړ او په وروستي ځل یې تر شا د راروان سایکل څخه د لري کیدو هڅه وکړه. وروسته ابادي لرونکي سیمي پیل سوې هغسي چي مخکي یې احساسوله دلته د تیارې شدت لږ کم ښکاریدی، یو ځل یې بیا شاته و کتل و یې لیدل چي سایکل سپور لا هم ور پسې دی خو اوس د دوی تر منځ ښه ډېر واټن موجود وو، ښايي هغه به د خپل سایکل سرعت کم کړي وي.

فکر یې وکړ که اوس څوک ورته ستونزه جوړوي نو ممکن په چغو وهلو سره ځان و ژغورلای سي. ور یاد سوه چي له دې ځایه لږ وړاندي د پولیسو پوسته هم سته. اوږده ساه یې واخسته د باسکل سرعت یې کم کړ یو څو دقیقې وروسته یې یو ځل بیا تر شا و کتل خو تر لري لري هم د کوم سایکل درک نه وو، ښايي دی د هغه دلاسه و تلی وي او هغه پر کومه بله کوڅه په بل ښکار پسي ګرځېدلي وي.

یو دم یې ذهن کي یو فکر را شین سو، ښايي دا سایکل سپور بیخي غل نه وو زما غوندي یو لاروی به وو او ماته به یې ددې لپاره ږغ کړي وي چي ددې وراني سیمي څخه تر وتلو به سره ملګري یو. رښتیا څه دي اوس نو څوک ویلای سي، شاته راتلونکی کس په کومه کوڅه کي دده له سترګو پنا سوی دی؟. اوس دده مخته د پولیسو د پوستې ودانۍ وه چي د یو قوي ګروپ په مټ ښه روښانه ښکاریده، د پوستې په دروازه کي یو څو پولیس ولاړ وه، له یوه سره یې ټوفک هم وو.

یو دم یې یو تیز ږغ واویدی: ای دلته راسه

و وبېریدی، خو فکر یې وکړ چي پولیس نو دی څه کوي؟ ښايي کوم بل څوک به ورغواړي، شاوخوا یې و کتل خو هلته له ده پرته څوک نه ښکاریده.

سایکل یې خپله ودریدی، ((راسه راسه دلته راسه )) د پولیس ږغ یې د دوهم ځل لپاره واوریدی.

له سایکله کښته سو په لړزیدلوقدمونو د پولیسو خواته ورغی.

–          په دې نیمه شپه له کومه راروان یې؟

–          زه……زه دخپلو ملګرو څخه را روان یم

پولیس په تاو خپله لکړه په هوا کي و ښورول او و یې ویل (( رښتیا ووایه کنه نو…))

و لړزیدی او په ماته ژبه یې وویل (( ګورئ زه عادي کس یم، رښتیا درته وایم ))

–          که ته شریف کس وای نو په دې دومره یخ کي دي له کوره دباندي څه کول، ستا نور ملګري چيري دي؟

هغه هم داسي چپ ولاړ وو، ذهن یې لکه د یخي ټوټه هیڅ کار یې نه کاوه

–          خبري ولي نه کوې. یوه قوي څپېړه یې پر مخ و خوړه

–          ایا ته یوازي د غلا لپاره راوتلی یې؟

–          ګورئ ما تاسو مخکي هم وویل چي زه غل نه یم شریف سړی یم

هغه نه پوهیدی چي د خپلي بې ګناهي څه ډول ثابته کړي

–          هر حرامي چي دلته راسي نو د سړي زوی ځني جوړ سي

د پولیسو له ډلي یوه دده تلاشي واخسته او چي له پلتونه یې دوه، دوه نیم سوه روپۍ راووتې نو دده سترګي راوختې

–          ولي، د چا جیب دي وهلی دی؟

–          زه …..زه قسم خورم چي ما د هیڅ چا جیب هم ندی وهلی، دا پیسې ما د خپل یوه ملګري څخه په قرض اخستي، زه رښتیا وایم په خدای قسم چي زه رښتیا وایم. هغه په بنده بنده ژبه وویل

د یوې شیبې لپاره خاموشي خوره سوه، وروسته یوه بل پولیس د هغه تلاشي واخسته د هغه سره  نور وه څه، چي دوی موندلی وای؟

–          بندي یې کړئ حرامي غل. یوه پولیس په قهر وویل

هغه د یوه یوه سپاهي پر پښو ور پریوت غوښتل یې د خپل ښه سړیتوب قناعت ورکړي

یو پولیس په ځیر ځیر ورکتل او و یې ویل: ښه ځه اوس غوږونه و نیسه کښینه او ولاړ سه او توبه وکه چي بیا به داسي نه کوې

هغه هم دا غوره و ګڼل چي غوږونه و نیسي کښيني او ولاړ سي چي له دې مصیبته خلاصون پیدا کړي .

یو …..دو …..درې…… شپږ……اته…..پنځلس…..شل…..دېرش….. بس اوس له دې ځایه ورک سه چي بیا دي دلته و نه ګورو کنه نو ……

خپل سایکل یې راپورته کړ او پلی ورسره روان سو، ټول وجود یې لړزېدی، ذهن یې ګډ وډ وو، له سره تر نوکه خوله خوله وو، د فکر او سوچ کولو قوت یې فلج سوی وو پرته له دې چي فکر وکړي یو لور ته یې حرکت پیل کړ. یخي هوا ورو ورو د هغه الوتي حواس را کابو کړه.

یو دم یې احساس کړه چي پر غلطه لار روان دی، یوه شېبه و دریدی او د خپل کور لار یې ځان ته معلوموله، په یاد یې سوه که لږ وړاندي ولاړ سي د چپ لاس سړک واخلي نو لار په اسانۍ موندلای سي. چي څنګه پر چپ سړک را تاو سو څلور پنځه پولیس یې په سترګه سوه چي ښايي د خپلي سیمي ګزمه به یې کوله. ودریدی، تر دې وړاندي چي له پولیسو سره مخ سوی وايي په خورا تیزي په راسته لاس کي په یوه کوڅه ور ننوت، ځکه هغه نه غوښتل خپل هغه ساعت له لاسه ورکړي چي د کوټ تر لستوڼي لاندي یې پټ کړي وو او ښايي د پوستې والا به نه وو ور پام سوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *