روان ۲۰۱۴ کال که د افغانانو لپاره ډیر مهم دی او ځینې وخت یې په اړه فکر اندیښنو له ځان سره بوختاوه او دغه راز فرصتونه او ننګونې چې افغانان يې په اړه فکر کوي د امریکا لپاره په تیره بیا د سپینې ماڼۍ او د هغه هیواد د ولسمشر باراک اوباما لپاره هم له بل هر وخت مهم کال دی چې دوی هم ګڼو اندیښنو په مخه کړي، لکه دا چې آیا دوی به ښکته سر له درندو ماتو سره وځي؟ د لسو کلونو نورو لپاره به هم جنګیږي؟ کومه د توجیه وړ لاسته راوړنه به مومي او که به یواځې د امریکايانو له دغه غبرګون خو دا ځل په ټول جدیت سره مخ کیږي چې نور نو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژل ودروئ! او اوباما به طبيعي ده چې په هر صورت کې له پوره فشار سره مخ وي، او دا چې دا پریکړې به په همدې کال کې کیږي، د سپینې ماڼۍ لپاره د افغانستان په تړاو مهم کال دی.

د واشنګټن پوسټ د یوه تحلیل له مخې که له افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون لاسلیک شي لږ تر لږه اووه یا اته زره امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې کیږي چې که د دوی په وینا دا پوځیان سوریې ته واستول شي چېرته چې د امریکا د اډو لاسرسی هم ورته آسانه دی خو بیا به هم دا د یوې جګړې پیل وبلل شي او سخت غبرګون به پرې وښودل شي خو په افغانستان کې د هغوی لس کلن پاتې کیدل هم له دا ډول جګړې پیلولو سره ډیر توپیر نلري، مګر سپینه ماڼۍ هڅه کوي چې دا موضوع ډیره عادي وښيي.

امریکايان په لنډو دا قضاوت هم کوي چې وګورئ د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال ۶۳۰ امریکايي پوځیان د افغانستان په جګړه کې په دغه هیواد کې وژل شوي وو خو د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال ۱۶۷۱ تنه پوځیان وژل شوي، د جګړې برخلیک مالوم نه دی، حتی د امریکایانو لپاره دا جګړه ګونګه ده چې ولې دوی په دې جګړه کې تلفات او زیانونه ورکوي، او دا د جګړې د یوه مخالف ولسمشر باراک اوباما لپاره ځکه ګرانه بریښي چې په همدې دومره مخالفتونو کې یې پریکړه کړې چې دا جګړه لس کاله نوره وغځوي.

که مو په یاد وي په ۲۰۰۸ کال کې په عراق له برید سره د اوباما مخالفت په ډیموکراټ ګوند کې په خپل منځي ټاکنو کې په خپله سیاله نومانده هیلري کلینټن هغه بریالی کړ. د عراق او افغانستان له جګړې د ستړو رایه ورکوونکو د ملاتړ مهمه برخه وه چې په ۲۰۰۹ کال سراسري ټاکنو کې په خپل جمهوریت پال سیال جان مک کین هم بریالی شو. اوس سره له دې چې له افغانستان څخه د دوی د ماموریت بوخت پوځیان ورځ تر بلې په کمیدو دي خو احصايې هماغه راز په سختۍ سره له دې جګړو سره د امریکایانو د مخالفت ښودنه کوي، او واکمنان یې د توجیه هڅه کوي.

په ظاهره خو ټاکل شوې چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه د دوی په وینا دا ماموریت بشپړ شي، خو دا چې دا لړۍ به په څه ډول بشپړیږي او یا به له وتلو وروسته څه کیږي او دوی به څه کوي لا هم روښانه نه ده.

تر اوسه چې تړون نه دی لاسلیک شوی، وګورو چې د لاسلیک تر مهاله یې څه پیښېږي؟ هغه څه چې ولسمشر حامدکرزی او هغه افغان لوری چې په ژر نه لاسلیک کې یې یو هدف نغښتی کوم ځای ته ځان رسوي او دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو له خوا څه کيږي، بله مهمه دا ده چې د ناټو او افغانستان او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد د په اصطلاح نړیوالې ټلوالې او افغانستان تر منځ څه کیږي؟ او دا ټول په څرنګه یوه پایله منتج کیږي لا هم وخت ته اړتیا لري؛ خو که لاسلیک شي بیا هم د دغه ماموریت دوام ورته ویل کیږي او په افغانستان کې به د امریکا روزونکي او مشاور پوځیان حضور لري؛ خو که دا تړون لاسلیک نشي او په دې برخه کې بحثونه کومې پایلې ته ونه رسیږي نو د اوسنیو اسنادو له مخې به د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۳۱ یعنې په افغانستان د برید له پیل نه د ۱۳ کلونو په تیرو سره د امریکا پوځي ماموریت پای ومومي خو په هر حال، په اوس وخت کې یواځې دومره ویل کیدای شي چې د اوباما لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان دوسیه له هغو دوسیو ده چې جدي او ډیر او حساس کار به ترې وغواړي.

يو اس اې ټوډې په دې تړاو د افغانستان او پاکستان په چارو کې د اوباما ادارې د پخواني سلاکار او په جان هاپکینز پوهنتون کې د پرمختللو نړیوالو زده کړو د پوهنځي د مشر ولي نصر له خولې لیکلي چې د دغه څپرکي د تړل کیدو لپاره د ډیری امریکایانو تنده به د دې لامل شي چې که په دې برخه کې ماتې هم راشي نو اوباما به په داخل کې له ډیر سیاسي زیان سره مخ نکړي، خو اوږدمهال زیان به یې ناورین وي.

هغه وايي: دا د لارې په اوږدو کې خنډ دی چې له کرزي سره په تړون لاسلیک کولو کې پاتې راشو، دا به په افغانستان کې د صفر آپشن (د سرتیرو ایستل) وي او افغانستان به له کورنۍ جګړې سره مخ کيږي، خو که افغانستان دا غوټه نه پرانیزي موږ به بیا په هغه حالت کې وو چې لس کاله وړاندې وو او بیا به هغه حالت ته ستنیږو.

خو په ټول کې داسې بریښي چې سره له دې چې دا کال د افغانستان لپآره مهم دی، له خپلو ملي سترو پیښو رانیولې تر سیمه ییزو او نړیوالو هغو پیښو پورې چې خپل اغیز به ولري، له امریکا او د افغان حکومت د لویدیځ ملاتړي بلاک تر منځ د اړیکو لپاره هم مهم کال دی، په تیره بیا امریکا او سپینې ماڼۍ ته، چې په دې کال کې به دوی د دې جګړې برخلیک روښانوي او دا هغه څه دي چې ټول ورته سترګې په لاره دي او ټولو لورو ته فوق العاده اهمیت لري.

الهام جمالزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *