۱ ـ  پښتو –

پښتو ژبه اومجازي ډول رښتیا اوحقیقت ته هم پښتو وایي . پښتو د پښتنو د قبیلوي تعاملاتو د قانون نوم هم دی اونرخ ته هم پښتو ویل کیږي د بیلګې په توګه ؛ په یوه ټاکلی قضیه کې وایی چې: ((په شریعت یې راسره کوې ؛ که په پښتو؟)) یوچاته د(بې پښتو خطاب کول درانده ښکنځل دي ، چې دپورالزام هم منځ ته راوړي . په ځینې مواردو کې وعدې اوقول ته پښتو ویل کیږي ؛ ( ژبه ، خوله ،ګا یه ) هم دپښتو مقهوم ورکوي .

 په عمومي ډول پښتو دپښتنو دټولو هغو اخلاقو اوسجایاوو مجموعې ته هم ویل کیږي ، چې دتقدس په سترګه کتل کیږي اوهرقبیلوي سړی کوښښ کوي چې دپښتو صفات په ځان کې څرګند او په نورو یې ومني .

۲ ـ پښتونولي ـ پښتو نواله پښتونولي اوپښتونواله په دوو لهجو کې داسې کلمې دي چط یو ځانګړی اوپراخ مفهوم لري اودپښتنو ټول عرف ، عادات ، عرفي تعاملات اوټول مناسبات په ځان کې راټولوي . پښتونولي یا پښتونواله د ټولو پښتنو یو ګډ خصوصیت دی .

 په ختیځه خوا کې پښتونولي اوپه لویدیځو سیمو کې پښتونواله دقبیلې دټولو ټولنیزو اقتصادي سیاسي اوکلتوري خصوصیاتو یو رمټ چوکاټ دی. دطبیعي شرایطو په لحاظ دپښتنو بیلې بیلې قبیلې ک په دود او دستورکې یو څه پوپیر ولري ؛ خو دپښتونوالۍ مفهوم هرځای یو شی دی . دپښتنو الي یا پښتونولۍ په حکم یو سړی ترخپل ژوند تیریږی ؛ خو داپرځان نه مني جې دپښتونوالۍ څخه دې وایستل شي .

 میړانه میلمه پالنه عزیز ګلوۍ ،غیرت دوطن دود اودستورته وفارداري ؛ د دښمن سره ددښمني ، ددولت سره دوستي خبل حق اودبل حق پیژندل اوناموس داري دپښتولۍ ډير ستراوپه هراړخیز ډول دمنلو وړ احکام دي .

۳ ـ میړانه غیرت ته میړانه ویل کیږي په قبیله کې چې کوم څو ک میړانه نه لري هغه په قبیله کې خپل حقوق نشي ساتلی . میړانه دپښتونوالۍ مهم اوهمده عنصر دی اودمیړانې خاوند ته په درنه سترګه کتل کیږی .

 ۴ – میړه دښځې خاوند ته میړه ویل کیږي په عامه اصتلاح کې دټولو قبیلوي حقوقو خاند سړي ته مړه ویل کیږي دقبیلې غړی هم میړه دی دمیړه کلمه کنایتآ دغیرتمن اوزړورمفهوم هم ورکوي مثلا : په متل کې وایی (( چې میړونه وي هلته کورونه وي)) په شاهدي کې دمیړه ترنامه لاندې سړی قبول کیږي مثلآ وایی (( درې میړه مې شاهدان ول )) یا وایي : چې غلط میړه دې راوستلی دی ))

 ۵ ـ ناموس په عامه اصطلاح کې ناموس ښځه ده په لومړي درجه کې ماندینه بیا مور، خوراونوردناموس په سلسله کې راځې حتی دزانګو کوچنۍ انجلی چې بلوغ نه هم لري ده پکي شاملیږي دیو چا دناموس بې احترامي کوم ستره ګناه ده او پرناموس تېری نه بښل کیږي دیونامو س ته په لفظ بد ویل هم لویه ناغه او شرم لري . دلویدیځو قبایلو په مینځ کې دااصطلاح هم شته چې ځمکه هم ناموس ده ((مطلب دکرنې ځمکه ده )) خو ؛ کنایتآ وطن اومینه ( معشوقه ) هم دناموس په جمله کې راځي په پراخه ساحه کې دخیلخانې ټولې ښځې دناموس په درجه کې دی په قبیلوي ژ،ند کې ناموس دننګې محوراوهسته دی پښتانه وایي (( مال ترسرجارسرترناموسه .))

 ۶ـ غيرت په قبیله کې حیثیت ساتلو دپاره غیرت یوه وسیله ده . هرسړی اوهره قبیله چې غیرت یې لږیږي نودنورو دچپاول په معرض کې واقع کیږي یو قبیلوي سړی ترهرڅه وړاندې دخپلو حقوقو په ساتلو کې عیرتمند وي . غیرت دناموس جزګڼل کیږي اووایي ؛ د چاڅخه چې غیرت ځی هغه ناموس هم نشي ساتلای.

یو قبیلوي سړي ته دبې غیرته خطاب دلویو ښکنځلو په منزله کې دی اوڅوک حق نه لري چې بل ته بې غیرته ووایي که نه پرخپله ذمه یو شرم اخلي . په قبیله کې غیرت دتعصب سره ملګړی وي اودقبیلوي نظام دساتنې دپاره هرسړی باید دقبیلې پرننګه په غیرت ود ریږي.

 غیرت یوازې دنارینه په ښو خصلتونو کې نه راځې بلکه ښځې هم باید غیرت ولري. ۷ ـ شمله دپټکي یا پټګۍ سر اوپای ته شمله ویل کیږي په عمومي ډول دپټګۍ هغه سرچې دګړۍ د ولونو (تاوپیچ ) پرسرنیغه درول کیږي هغه شمله ده . په عامه اصطلاح کې شمله دنارینتوب علامه اونښه ده . دغیرت اومیړانې دروند مفهوم په په شمله کې پروت دی .

 دا اصطلاح چې ( پلانکی دقام شمله ونړوله ) دامعنا ورکوي چې داسې بې غیرتي اودبد کاریې وکړ چې دقام نوم یې بد کړ . یا وایي : پلانکي دپلرنې شمله نیغه کړه معنا سترغیرت یې وکړ شملې ته بد خطاب کول هم ښکنځل دی او ددغې بې عزتي په مقابل کې یې فاعل دشرم پّ ورکلو مکلف کیږي . کنایتآ خان اودفبیلې لوړ سړی هم دشملې په نامه یادیږي .

 ۸ ـ مخ توری هغه سړی جې اخلاقي جرم یې کړی وي مخ توری بلل کیږي په عام ډول هرمجرم ( تور) دی خو په خاص ډول هغه مجرم چې دبد ناموسۍ دجرم مرتکب ګرځیدلی وي مخ توری بلل کیږی . بې دینه ادیني مقرراتو ته یې پروا سړي ته هم دمخ توري خطاب کیږی .

په عام ډول مڅ توری کیدل دزنا فعل ته وایي او کنایتا مخ توری وزاني ته ویل کیږي مثلا وایی هرتورپه سپین شي ؛ خو د مخ توري سپین شی خو دمخ توري سپینیدل نه کیږی قبیلوی نرخ هم دغه حکم دزانی په باب کوي ځکه دهغه نه ننواتې قبلیږی ؛ نه یې مرکه کیږي اونه بخښل کیږی بس یواځې چاره دمخ توري له پاره داده چې ووژل شي . دانو که دمدعیانو له خوا ووژل شي پورنه لري اوکه یې خپل کورنۍ یا خپلوان مړ کړي دپورڅخه خلاصیږي .

 ۹ ننګه په قبیله کې دخپلو حقوقو اودقبیلې دحقوقو په غیرت ساتنه ننګه ده. ننګه دپښتونوالی محور دی اوهغه هرڅه خصایل اوامتیازات چې دپښتو نولۍ په چوکات کې رایو ځای کیږی هغه دننکې پراصل تکیه لري .

 ننګه کول د اصطلاح دا معنا لري چې دخپلو حقوقو دفاع کوي . (دورور ننګه کول ) د( قام ننګه کول ) اوداسې نوریولړ اصطلاحات ټوله دامفهوم دفاده کوي چې دحقوقي صیانت په برخه کې وروراوقبیلې دفاع باید په ننګه وشي . په قبیله کې هغه کسان چې دننګې په لار کې مړه وي نه هیروي اوهغه کسان افسانوي رنګ مومي چې دقبیلې پرننګه مړه شوی وي .

۱۰ ـ دیره دیره دمیلمنو دکیناستلو رابللو ځای دی . ددیره په خلاصه فضا کې وي قبیلوي خلک چې توانایی لري هغه کور اوکلا له مخه سره دیره جوړوي . دیره سمسورو چنارو ، نورو ونو، سپرو ( انګورو چیلو ) سیوري لاندې جوړیږي ؛کټونه پکې ایښودل شوي وي اوملمانه پرې کینې . دپښتنو دودونو سره سم ؛دیرې ته که کوم څوک پنا ه وړي ، نودادکورحکم لري اومدعي یې نه شي کولی چې دغه سړي ته په دیره کې سپکې سپورې اوحتا زیان ورسوي . په کوراوکلي کې دهرچادیره دهعه په نامه یادیږې خودکلی ستره دیره دخان وي پّ دغسې دیره کې دځینې ټولنیزو مسایلو کې مرکه او جرګه هم جوړیدای شي خو تصمیم هغه جرګه چې قبیله دسیالۍ جګړې ته رابولي په دیره کې نه جوړیږي بلکه په اصل جرګه ځای کې باید جوړه شي .

 ۱۱ ـ ډوډۍ ډوډۍ تعام پّ مفهوم هم راځي اومیلمستیا ته هم ډوډۍ وایي . دجرګې اومرکې خرڅ هم ډوډۍ بولي .په ډوډۍ لوړه ( قسم ) هم کیږي هغه سړی چې ډير میلمه پال وي ( ډوډۍ مار) ورته ویل کیږي ډوډۍ اومرکه دواړه یو مفهوم لري . که یو څوک بل ته ډوډۍ ونیسي باید رد یې نه کړي اویوه مړۍ باید ترې واخلي کنه دنام بې احترامي به ېې کړې وي . قبیلوي خلک ډوډۍ اودسترخوان مچوي اود ډوډۍ سره بې احترامي سپک کاربولي ډوډۍ چې یو چا ته په شفاعت ونیول شي هغه یې باید واخلي مچو یې کړي اوکه یې داشفاعت ونه مني دډوډۍ دشرم په نامه باید پردغه ډوډۍ یا څو روپۍ کیږدي .

۱۲ ـ ژبه ژبه لکه خوله دوعدې اوتصمیم یومفهوم ورکوي چاچې په یوه ټاکلی پیښه کې ژبه وکړه ؛ دهغه څخه ګرځیدل یویه ناغه لري همدا سبب دی چې قبیلوي خلک په وعدو کې ډير ثابت قدمه وي اوسره له دې چې ډير زیان ور رسیږي هغه قبلوي اووایيې ژبه مې کړې ده . ژبه اړول دقول څخه دګرځیدلو معنا ورکوي اوپه جرګه اومرکه کې که یو څوک ژبه واړوي ؛ یعنې ترمخه یې یوڅه ویلی وي اوبیا په جرګه کې دشهادت پروخت بل څه ووایي نودې ته دژبې اړول وایی اوکه دغه پرې ثابته شوه ؛ نودی درواغجن دی اوباید ناغه پرې کیښودل شي قبیلوي خلک ژبې ته دعقیدې له مخې په تقدس هم قایل دي اووایي ژبه دلمانځنې وړ ده ؛ځکه کلمه پرې ویل کیږي.

 ۱۳ ـ سیال سیال رقیب ته ویل کیږي اوسیالي رقابت ته وایي . دسیال سره ننګه دقبیلوي سړي غټه دنده ده . اوددغیرت یوه تخته هم بلل کیږي ، متل دی ( سیال مې یې خومخې ته مې نه یې ) معنا داده چې دځان برابر دې نه بولم . سیال دحیثیت اواعتبارخاوند بلل کیږی خو دقبیلوي سړي غرور هغه دځان سره برابر نه قبلوي ؛ نوځکه دهغه رقیب کیږي .

 ۱۴ ـ غچ غچ دانتقام معنا ورکړي غچ پریښودل پّ قبیلوي مناسباتو کې دبې غیرتۍ په معنا راځي دخپلو حقوقو دساتنې له پاره دقبیلې هرسړی اوهره قبیله دبلې قبیلې په مقابل کې دغچ اخیسلتو احساس غښتلی ساتي . قبیلوي دغچ اخیستلو په کار کې ډيره حوصله لري ؛ خو غچ نه پریږدي وایي متل دی ( پښتون سل کاله دوروسته وار (غچ ) واخیست ویل اوس مې هم تلواروکړ) په غچ اخیستلو کې دعمل شدت کله کله (پګړه ) منځ ته راوړي چې دیوې کورنۍ یا دقبیلې دیوې برخې ټول نر اوښځه زاړه او واړه تیغ تیر کړي . دپګړۍ غچ اوس نشته خو یو وخت یې دپښتنو ټولنو کې ډير زیانونه رسولی دي.

۱۵ – ننواتې ننواتې دمعذرت غوښتلو یو ځانګړی رسم دی چې دپښتو په قبیلوي تعاملاتو کې ډيرمهم ځای لري . ننواتې په هره هغه پیښه کې چې پره اوملامتي واقع شوې وي دمتهم له خوا مقابل لوري ته کیږی خو په تولو کې دسړي ننواتې ډير دروند دی کله چې یوڅوک دبل چاله خوا عمدآ یا سهوآ ووژل شي ؛ نو قاتل دمقتول کورنۍ ته ننواتې لیږی اوهغه یې هم دقومي عرف سره سم مني . دیو چا پرناموس تیری اوښځې سره نامشروع راوبطو داتهام په برخه کې ننواتې نشته .ننواتې په عادي ډول یو سپین پټکی (ملا) دپسه سره اوپه درنو پیښو کې سپین پټکیان (ملایان ) تورسرې ښځې قرآنونه اوپسونه دننواتې خلک له ځان سره بیاتي . په ځینو مواردو کې قاتل هم دمقتول کورته ورولی او ورته وایی چې دوژلو اوبښلو اختیار یې ستاسې په لا س کې دی . د پښتو ادبیاتو په برخه کې د ادم خان په کیسه کې هغه مهال چې ادم خان دبازید خان خو (توتیا ) چې دده دخسر خیلو له کوره په زور خپل کورته راولی ؛ نو دقبیلوي دود سره سم ددوستۍ داعادي له پاره دبازید خان کړه ننواتې ورلیږي .په دغه قضیه کې (آس ، روپۍ اومريی ) په ننواتې کې شامل دی اودننواتې دجمعې په شپه دبازید خان کړه یې وروړي . دادننواتې په پخوانی شکل وو ،؛ خو اوس مریۍ نشته اوپه درنو ننواتو کې تورسرې (ښځې ) ډير مهم ځای لري . په تیرا کې دمړی دننواتې دیت ( ساز ) دشل زرو څخه ترپیځو سو زرو افغانیو پورې رسیږی )) د ننواتې په باب استاد پوهاند حبیبي دپښتو اوپښتونولۍ په یوه درنه څیړنیزه مقاله کې داسې لیکي:

(( ننواتې دپښتو یو عنعنوي دعذرغوښتلو ډول دی اودکلو کلو دښمنۍ اوعداوتونه په ننواتې له منځه ووځي اوداسې وي چې دیوه خورالوی کاریا لوی خصومت دعذراوبښنې دباره مغلوب یا مجرم مړی دخپل کلی یا قام سپین ږیری مقابل ته ورلیږی کله کله چې امر ډير مهم اودبښلو وړ نه وي ؛ نو خپلې ښځې په ننواتې ورلیږی .د اننواتې دومره اهمیت لري چې پښتون مړی خو ننواتې نه کوي مګر که یې وکړه ؛ نو دده مقابل پښتون هم ضرور دغه منی او دادپښتو له صفاتو څخه ده چې ننواتې به نه کوي اوکه یې وکړي ها مقابل یې هم ضرور مني )) الفونستون چې د نونسمې پیړۍ په سرکې پښتني سیمو ته راغلی دی ننواتې یو ممتاز دود بولی اووایی : که یو سړی ننواتې ونه مني ؛ نو دهغه شخصیت اوسړیتوب ته سترزیان رسیږي .

 ۱۶ ـ نیکه دپلار پلار ته نیکه وایی . ترنیکه پروته نورې کړۍ چې راځي هغه هم نیکه ګان دي . نیکه په قبیله کې واجب الاحترام نوم دی. نیکه ګان ستا نه دي دقبیلو پښې دنیکه ګانو په نامه یادیږی اودنیکه په باب هره قبیله افسانې لري چې سره وایی یې . د نیکه په نامه افتخارات دقبیلو ي سړي عام خوی دی . د نکیه له روحانیت څخه مرسته غوښتل کیږي اودلی نیکه پرمزار جرګې هم جوړیږي. یو قبیلوی سړی داسې فکر کوي چې د ده ژوند دستانه نیکه سره یوه نه شلیدونکې رابطه لرياونو کله چې یو مهم کارته اقدام کوي دنیکه نوم اخلی دهرې خیلخانې اوکورنۍ خلک خپل نیکه ته په یوه میتافیزیکي عقیده دیو خوا خوږي قهرمان یا اتل په نظر ګوري.

  ۱۷ ـ دپلار پرکو دنامزدۍ دحاملدارۍ تاوان که یو څو ک دخبلې نامزادې سره چې نکا ح یې تړل شوې وي ؛خو کو رته یې نه وې راوستې یو ځای شي اوله دغه عمل څخه انجلۍ حامله شي ؛ نو دغه سړی په خپلو خسرخیلو ته سربیره پرولور یوه ( سپین پایڅې) هم ورکوي، البته سپینه پایڅې هغه پیغله ده چې بې له ډنګ اوډوله دمیړه کورته بوتلل شي یعنې دواده خرڅ اولګښت نه ایجابوي . دکوم چانه ناوې چې دپلارپرکورحامله شي داد بې غیرتۍ نښه هم ده اوکثرآ دبې وسه خلکو یا هغو کسانو چې په بدۍ یا مسافرۍ مصروف وي ښځې یې دپلار پرکو حاملې کیږي . دادخسرلپاره هم یو پیغور دی اودپيغو ر دازالې له پاره زوم مکلفوي چې یو سپین پایڅې ښځه دخسرخیلو یو کس ته ورکړي.

 ځوان ادیب، ژورنالیست اولیکوال محمدنادر محمودي

One thought on “د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس(حقوقي، جزایي، تعاملي) محمودي”
  1. د پښتونولی د زر ورکیدا په هیله. د متمدن او پرمختللي قانونمند او اصولي ټولنې په تمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *