نېټه: ١٧/١٠/١٣٩٢

د کندهار چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه پنځلس کسیزه ډله نیول شوې ده.

د کندهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: تېره اوونۍ د ملي امنيت منسوبینو په کندهار ولایت کي د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلوالو مخالفینو یوه ۱۵ کسیزه ډله چي مشري یې مولي عبدالرشید کوله نیولې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: «د ملي امنیت ویښو او بیداره منسوبینو دغه عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چي پر مهال یې یاده پنځلس کسیزه د وسلوالو مخالفینو ډله د یو شمېر وسلو سره یوځای نیولې ده.»

د وسلوالو طالبانو دغه نیول سوې ډله د مولوي عبدالرشید چي مشهوره په مولوی منیب دی تر مشري لاندي په ښار کي چرکي او انفجاري فعالیتونه سرته رسول او په خپلو ورانکاره او شومو اعمالو سره یې د بې ګنا خلکو خوږ ژوند اخیستی دی.

د ملي امنیت منسوبینو د یادي ډلي سره یوځای پنځه میله کلاشینکوفونه، یو میل ثقیل ماشیندار، یو میل خفیف، یو میل راکټ او پینځه میله توپنچې هم نیولي دي.

یادي ډلي د تحقیقاتو په لړ کي په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د خپلو بې رحمه بادارانو د خوشحاله کولو په خاطر یې د ښار په ځینو سیمو کي د یو شمېر بې ګنا خلکو د وژلو ترڅنګ انفجاریه فعالیتونه هم ترسره کړي دي او ګڼ شمېر کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنيولي دي.

د وسلوالو مخالفينو ياده سوې ډله نن د ملي امنيت په رياست کي خبريالانو ته وښوول سول او هر يوه يې په خپل خپل نوبت سره د رسنيو په وړاندي خپل جرمونه ومنل.

خبرپاڼه

 په پنجوايي ولسوالۍ کي يو وسلوال طالب اوګڼ شمېر مهمات ونيول سو

نېټه ١٧،١٠،١٣٩٢

کندهار افغانستان ـ تېره ورځ افغان ملي اردو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍکي د گزمې پر مهال يو وسلوال  طالب او ګڼ شمېر وسلې کشف او ترلاسه کړې.

ياد مهمات د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان سيمه کي  د ملي اردو د ځواکونو له خوا کشف سوي چي پکي يوه غيرفعاله مخابره، ٧کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ٢٠ جوړې د ماينونو مسالې،٧ فوټه  ثانيه سوز لين،  يوه پټاکۍ او يو ريموټ کنټرول ماين شامل دي.

د همدې ولسوالۍ  په دو آب سيمه کي  هم ملي اردو  يو تن طالب  له يو مل راکټ او د راکټ له مرمۍ سره ژوندی نيولی.

دا په داسي حال کي ده چي افغان امنيتي ځواکونه هره ورځ د وسلوالو مخالفينو د شومو پلانونو د شنډولو په موخه په بېلابېلو سيمو کي عمليات او گزمې ترسره کوي چي په ترڅ کي يې د وسلوالو مخالفينو هر راز ورانکاره هڅي له منځه وړل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *