تاند- د وینزویلا د ښکلا پخوانۍ ملکه او د هغې آیرلنډی خاوند د دغه هیواد په لوېدیځ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.
مونیکا سپېر په ۲۰۰۴ میلادي کال د وینزویلا د ښکلا ملکه غوره شوې وه او په څو مشهور سریالونو کې یې کار کړی و.
پر دوی په داسي حال کې ډزې وشوې چې پنځه کلنه لور هم په موټر کې ورسره سپره وه.
راپورونه وايي چې د وینزویلا د ښکلا د پخوانۍ ملکې مونیکا سپېر د پنخه کلنې لور پر پښه هم مرمۍ لګېدلې ده خو ژوندۍ پاتې ده. هغه اوس په روغتون کې بستر ده.
پولیس د دې پېښې انګېزه غلا بولي، وايي چې د غلا پلان مخکې تر مخکې جوړ شوی و او داسي ښکاري چې دوی تعقیب شوي ول.
پولیس وايي چې څېړنې یې پیل کړي او بشپړ جزییات به وروسته اعلان کړي.
له بلې خوا په وینزویلا کې خلک په دې پېښه سخت پارېدلي او حکومت یې د مونیکا سپېر په ساتنه کې په پاتې راتلو تورن کړی دی.
وینزویلا د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې قتلونه او جنایتونه پکې زیات کېږي.