تاند- له یوې تازه نظرپوښتنې داسي ښکاري چې د افغانانو د ذهنونو اوزړونو د خپلولو لپاره د امریکایانو هلوځلو ښه نتیجه نه لرله.
په سلو کې ۶۵ پوښتل شویو افغانانو ویلي چې په خپل هیواد کې د امریکايي پوځیانو د اقداماتو په اړه منفي نظر لري.
د دې نظرپوښتنې پراساس، چې پایلې یې د امریکا په (American Political Science Review) خپرونې کې خپرې شوي دي، عام افغانان د امریکایانو او ناټو پوځیانو په پرتله د طالبانو جنایتونه د بخښلو وړ بولي.
دا نظرپوښتنه د افغانستان په څه باندې ۲۰۰ کلیو کې شوې ده.
د نظرپوښتنې ترسره کوونکي وايي، د دوی د څېړنو پایلې ښيي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري خلکو ته اوښتو زیانونو د طالبانو له ولسي ملاتړ سره زیاته مرسته کړې ده خو د دې په مقابل کې هغو زیانونو یا مرګ ژوبلو، چې طالبانو ولس ته اړولي د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ سره زیاته مرسته نه ده کړې.
په همدې حال کې په امریکا کې وروستۍ نظرپوښتنې ښيی چې تر بل هر وخت د افغانستان له جګړې سره د امریکایانو ملاتړ لږ شوی دی.
د (سي این این) تلویزیون او (او آر سي) له لوري په هغه نظرپوښتنه کې، چې پایلې یې تېره اوونۍ خپرې شوې، ویل شوي چې ۸۲ فیصده امریکایانو په افغانستان کې د متحدو ایالتونو له پوځي ماموریت سره مخالفت کړی چې دا د پنځه کاله پخوا په پرتله په سلو کې ۴۶ زیات دی.
سي این این وايي، د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په افغانستان کې د امریکا دوولس کلن پوځي ماموریت د امریکا د متحدو ایالتونو تر ټولو نامحبوب پوځي عملیات دي او اکثره امریکایان د دې غوښتونکي دي چې امریکايي پوځیان دې د ۲۰۱۴ کال تر دسمبر مخکې له افغانستانه وایستل شي.
د سي این این د نظرپوښتنې مشر کیتینګ هولنډ وویل:«دا نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان جګړه تر نورو شخړو خورا لږ ملاتړ کوونکي لري. د عراق له جګړې سره مخالفت هیڅکله تر ۶۹ فیصدو زیات شوی نه و. د ویتنام د جګړې په مهال هم د جګړې د مخالفو امریکایانو فیصدي دومره نه وه لوړه شوې. په هماغه وخت له ګلپ په مرکو کې په هرو لسو کسانو کې شپږو د جګړې مخالفت کړی و.»
سي این این وايي چې په دې نظرپوښتنه کې یوازې په درو کې یوې برخې پوښتل شویو کسانو ورته ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه باید له ۲۰۱۴ کال وروسته یو شمېر پوځیان په افغانستان کې وساتي. په سلو کې ۵۷ ویلي چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره سم لور ته پر مخ نه درومي خو په درو کې یوې برخې ویلي چې امریکا په دې جګړه کې بریالۍ کېږي.