په هلمند کې د کوکنارو کروندې د تېرو کلونو دوه برابره دي. دا ځکه چې په کرنيزو ځمکو سربېره د ياد ولايت په ټولو دښتو کوکنار کرل شوي دي.

سرچينې وايي، سيمه ييز چارواکي د کوکنارو د کروندو په هر موسم کې د هر جريب ځمکې پر سر ۲۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخلي او بيا تضمينوي، چې څوک به د دوی د کوکنارو کروندې نه اړوي.

کوکنار د کښت، خېشاوې او نېش وهلو موسمونه لري، چې د هر جريب د حاصل ترلاسه کولو په خاطر بايد کروندګر محلي‌ حکومتي چارواکو ته ۷۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکړي.

ځايي خلک وايي، په هلمند کې د راتلونکي کال لپاره د نورو وختونو په پرتله دوه برابره کوکنار کرل شوي دي او اوسمهال يې د لومړي فصل خېشاوه پيل شوې ده.

په هلمند کې يوه دولتي سرچينه وايي، په نادعلي، مارجه او ناوې ولسواليو کې تر هغو ځمکو پرته چې د دولت له لوري ناقلينو ته په پخوا وختونو کې وېشل شوې د ياد ولايت په نورو ټولو ولسواليو او دښتو کې په پرېمانه کچه کوکنار کرل شوي دي.

سرچينه زياتوي، له تېر کال را پدېخوا په ياد ولايت کې د کوکنارو کښت دوه فصله شوی او هغه مهال هم دولت په دې ونه توانېد چې له منځه يې يوسي، نو له همدې امله اوس هر څوک هڅه کوي، چې په زياته ځمکه کوکنار وکري :((سږ کال د نورو کلونو په پرتله په زياته ځمکه کوکنار کرل شوي او د راتلونکي لپاره يې د زياتو حاصلاتو تمه کېږي.

په هلمند کې ولسوالان، امنيه قوماندانان او نور واړه چارواکي د کوکنارو د کروندو په هر موسم کې د هر جريب ځمکې پر سر ۲۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخلي او بيا تضمينوي، چې څوک به د دوی د کوکنارو کروندې له منځه نه وړي.))

کوکنار د کښت، خېشاوې او نېش وهلو موسمونه لري، چې د هر جريب د حاصل ترلاسه کولو په خاطر بايد کروندګر حکومتي چارواکو ته ۷۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکړي. دا ډول راپورونه تېر کال هم ورکړل شوي وو.

هلمندي کروندګر وايي، اوس دا د ځايي حکومتي چارواکو لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه ګرځېدلې او هر کروندګر چې څومره ځمکه ولري او يا هم لاس رسی ورته وکړای شي، کوکنار پرې کري :((ددې تر څنګ چې په کرنيزو ځمکو کوکنار کرل شوي، په دښتو کې هم په پراخه پيمانه کوکنار کرل شوي دي، ځکه چې تېر کال دې کار ښه عواید درلودل.))

ځايي خلک وايي، د کوکنارو کرکيله ځکه زياته شوې، چې د دولتي چارواکو تر څنګ يې طالبان هم ښکاره ملاتړ کوي او خلک يې ورته هڅولي دي :((د موسی کلا، سروان کلا، زمينداور، کچکي، باغني، ګرمسېر او بهرامچې د نشه يي توکو تر ټولو ستر مرکزونه چې حتی د بدخشان ترياک او سوداګر يې ورځي له ډېر مهاله مصوون دي.))

د ولسي جرګې غړي وايي، په هلمند کې له ولسي خلکو سره اوږد مهاله او بديل مرستې نه دي شوي او له بل لوري تر ترياکو پرته د يادو بزګرانو هېڅ ډول حاصلاتو ته بازارونه نشته، په همدې اساس د کوکنارو کرکیله مخ په ډېرېدو ده. دوی وایي، هلمند د پنبې د توليداتو له اړخه ښه حاصلات لري، خو د بازار نشتوالی ددې لامل شوی، چې کروندګر یې ونه کري.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمې نیازۍ محور ته وويل؛ په پراخه اندازه کوکنار کرل شوي :((د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنوي لپاره جدي مبارزه نشته او يوازې ولايتي چارواکي نشي کولای، چې په کمو امکاناتو او کمو امنيتي سرتېرو يې مخه ونيسي.))

د هلمند چارواکي هم مني، چې کېدای شي په ياد ولايت کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي وي، خو وايي، له دوو مياشتو را پدېخوا يې د اړولو کمپاينونه روان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، مخکې له دې چې حاصل يې واخستل شي، په ټول هلمند کې به کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شي. دی زياتوي، په خانشين او ګرمسېر ولسواليو کې تر يوې کچې اړول شوي او په پاتې سيمو کې چې حکومت ورته لاس رسی لري ډېر ژر به د کوکنارو کروندې له منځه يوړل شي. ښاغلی ځواک وايي، کېدای شي، په يو او بل نوم ځينو مسوولينو له کروندګرو پيسې اخستې وي، خو وايي، که چېرې ولايتي چارواکي پرې اسناد پيدا کړي، قانوني چلند به ورسره وکړي :((له وړاندې والي ټولو سيمه ييزو چارواکوته خبرداری ورکړی، که د هر چا په سيمه کې کوکنار وکرل شول، نو له دندې به يې ګوښه او قانوني چلند به ورسره وکړي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *