افغان ولس چې څومره ځپل شوی همدومره یې هیلې او ارمانونه هم مړاوي شوي دي او تته رڼا هم ورته د لمر تر زرینو وړانګو روښانه او څلبلانده ښکارې. هر عادي افغان چې بیګا خپل کورته روغ سر ورسوي نو داسې خوښ وي چې ته به وايي د خپلو ارمانونو د لوړې څوکې د سوبې په خوښۍ کې ډوب دی.
دلته د هر عادي کس د تندي له ګونځو داسې ښکارې چې ډيرې هیلې یې په ناهیلۍ بدلې شوې او هر نیمه خوا ارمان یې پر ټنډه خپلې نښې ورته پریښې دي . دلته هره مورکۍ په ډير غټ زړه خپل بچې ښوونځي ته استوي خو تر بیرته راتګه یې دومره اندیښمنه وې لکه زوی یې چې د جګړۍ لومړۍ کرښې ته لیږلی وي. دلته اوس مور دخپل زوی پر زلمي کیدو او ځوانیدو ځوریږي دلته چې څومره یو ماشوم د زلمي کیدو پر در شل پښه ایږدي همدومره یې د مور انديښنې هم زور اخلي ځکه دمور په زړه کې دا اندیښنه وې چې هسې نه زوی یې بې لارې شي ؛ په نا څرګند تور ونیول شي؛او یا هم وسله وال جنګیالی شي او یا داچې ددې په مخکې یې د زوی پرمخ توره کڅوړه راکش شي او په نامعلوم برخلیک اخته شي.
دلته هر کارګر یا مزدور کار چې سهار وختې له خوبه را پاڅي له لمانځه وروسته هم له خپل خدای نه غواړي چې یو شتمن یې نن د خپل کور په له شواخونه ډک کار ستړی ستومانه کړي او مازدیګر یې له څو شلې پيسو سره و رخصت کړي او بیرته خپل کورته په رسیدو سره خپلو ماشومانو ته ووايي چې بچیانو راځئ نن مو پلار ګیدړ نه بلکې زمری راغلی او دومره خواړه شته چې تر سبا پرې وپایږو! دلته تمې ډيرې اوږدې او هیلې ډيرې لنډې دي.
کارګر درسته شپه له خدای نه سهار ته د یوې ګولې ډوډۍ د پیداکولو د لنډې هیلې دعاوې کوي خو سبا د کار په تمه کرۍ ورځ تیره کړي خو څوک یې نه پوښتي چې د څه لپاره د واټ تر غاړې چورتمن ناست دی. د واټ تر غاړي ناست هر کارګر هر لار وې ته په خوښمنو سترګو ګوري چې ګوندې د نن ورځې د ستړیا لورینه پرې وکړي ؛ کله چې یو کس د یوه کارګر د بیولو لپاره راشي د کارګرانو داسې ټیل ماټیل جوړ شي چې ته به وايي د حج په مراسمو کې حاجیان غواړي د اسود ډبرې ته د یو بل په پورې وهلو سره ځان ور ورسوي.
دلته په ښار کې روغتون ته بیوونکی ناروغ په موټر کې سخت دردیږي د ژوند او مرګ پر پوله ولاړ وي خو د مارشال صیب خلیلي صیب او یا د وزیر صیب د تیریدو لپاره لاره تړل شوي وي؛ د ناروغ حالت مخ پر خرابیدو وي خو په موټر کې ناست کسان په سپینو سترګو ناروغ ته ګوري ؛ په زوټه څه نه شي ویلای خو په ورو غږ د حکومت چپړاسي هم بې ښکنځلو نه پریږدي. دلته د کروند خړوبولو ته روان بزګر یوم پر اوږه نه شي ایښودلای ځکه ښایې بې پيلوټه الوتکه یې راکټچي جنګیالی وبولي او د ژوند کولو حق ترې واخلي. دلته اوس د انسان د څیرې ځینې ځانګړتیاوې هم سړي ته بلا ګرځیدلای شي ؛ که ږیره دې پریښوده هم خوندي نه یې او په بیلابیلو نومونو به را ایساریږي اوځورول کیږي اوکه دې چاړه هم پرې را وکاږله هم مانا یې دا نه ده چې نور نو سپنه کوتره یې او هر چیرته چې وې نو بې آزاره مارغه به بلل کیږې.
دلته اوس پخواني دودیز ارزښتونه هم د جګړې تر سیوري لاندې دي ؛ پګړۍ تر پرونه عزت ګڼل کیده خو نن همدا عزت د یوه عادي پولیس سرتیري له خوا دولتي غونډې ته د تلونکې سپین روبي له سره د څه شیبې لپاره لرې کیږي هسې نه چې په عزت کې یې ورته بې عزتې راوړي وي .
دلته په ډیری کورنو کې ویر دی هر چا د خپل غم پيټی پر سر اخیستی ؛ دلته باور دا دی چې خدای هر چاته د هغه وس ته په کتو غم ورکوي ؛ دلته ښایې ځینو بې غمو کورنیو ته ځان د خدای له دوستۍ لرې ښکاره شي ځکه انګیرنه یې داده چې خدای خپل دوست ځوروي دوی دځوریدو به بدل کې د خدای د دوستۍ په لټه کې دي . دا زما د وطن د خلکو د ژوند واقعیتونه دي! دوی خورا سپیڅلي خلک دي خو افسوس چې د نا ځوانو ملیونرانو ؛ مفسدو چارواکو او جنګي جنایت کاران په ولکه کې دی.