تاند- دا چکی (د چک جمهوریت) سپی، چې اتوس (Athos) نومېږي او څلور کلن دی، د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په دېرشمه په لوګر ولایت کې د چکي پوځیانو پر اډه د طالبانو په راکټي برید کې ژوبل شو او د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شو.

د اسوشیتد پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه سپي ته، چې په افغانستان کې یې له چکي پوځیانو سره د چاودېدونکو موادو په موندلو کې زیاته مرسته کړې وه، پرون /سې شنبه/ په یو لړ مراسمو کې جایزه ورکړای شوه.

ده ته د مېښې یا بوفالو هډوکی او د څرمن پوښ د جایزې په توګه ورکړل شول.

که په روانه جنورۍ کې د اتوس معاینې بشپړې شي نو بېرته به د لومړنیو روزنو لپاره اډې ته واستول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *