جلالکوټ ادبي خوځښت خپله پرله پسې ۱۵۹مه   اونیزه غونډه د روان۱۳۹۲لمریز کال د مرغومی پر ۱۳ مې د ننکرهار د اطلاعاتواو کلتور ریاست د غونډو  په تالار کې وکړه.

لومړی ثناء الله سلیم د قران کریم څو سپیڅلي ایاتونه تلاوت کړل،د غونډې ویاند پرهر ګیله من و. ورپسې د افسوس په نوم د ثناالله سلیم پرلنډې کیسې کره کتنه پیل شوه.

فریدالله  اکاخېل وویل:د لنډی نثری لیکنی په ځمکه د  ثناء الله سلیم قدمونه تنکي دي خو په نثری لیکنه کې دچټک ګام اخیستو په هڅه کې دی،زه یې ستایم او ډیره په زړه پوری ده خو که لږ تکراري ټکې یې نه وای کارولي ښه به وه.

شېرجان قسیم وویل: که دمريم خبره پکې وروسته څرګنده شوې وای  ښه به  وه ځکه د کيسې لوستونکي به ترپايه د لوستلو په حالت کې پاتي وای.

ساجد بهار په کیسه کې د اسمونو پرځای د ضمیرونو زیاته کارونه ښه ونه ګڼله او ویې ویل چې د کرکټرې وژل کیدل یې په پای کې ښه نه دي شوي.

جواد سيد  کيسه په زړه پوري وبلله او ویې ویل:جالبه ده خو که په لږ ټکو کي راونغاړل شي لا به په زړه پوري شي  او لوستونکي به ستړيا احساس نکړي ډاکټر محمدظاهر عادل وویل کیسه ښه تلوسه لري اود موضوع ترپایه یې
لوستونکي ځانته ښه جذب ساتلي دي.

خو داود عرب د تلوسې د ستایلو ترڅنګ وویل،چې په کیسه کې باید مرکزي کرکټره وروسته واضحه شوې وای.
میرویس انتظارکیسه وستایله او ویې ویل،په لومړي ځل داسې کیسه لیکل د ستاینې وړدی.

انورالحق یرغل په کیسه کې د مرکزي کرکټرې له کورنۍ سره د کرکټرې د مېن پرکورنۍ رشتې وضاحت ضروري وباله.

ارشاد رغاند په کیسه کې د نامستقیمې مکالمې د راوړلو پرځای مستقیمه مکالمه کارول ښه وګڼل.
د کیسې لیکوال ثناالله سلیم له ټولو مننه وکړه،چې پرکیسې یې وغږیدل.

وروسته ازده مشاعره وشوه،چې نیازالدین بادشاه، ثناء الله سلیم ، ارشاد رغاند، انورالحق یرغل عبد الوهاب ليوني  محمد داود عرب، فرهاد اختر، مومن تسل، فرید رضایي، ساجد بهار ،رحیم الله عابد، ډاکټر محمد ظاهر عادل، میرویس انتظار،جلال یعقوبی ، شیر خان قسیم، جواد سید او پرهر ګیله من پکې خپل شعرونه واورل.

وروسته د جلالکوټ ادبي خوځښت پرتشکیلاتي جوړښت ازاد بحث وشو،چې په پایله کې ګډونوالو د مشر ترڅنګ د نوي مرستیال او کميټو د مسولینو پربیا ټاکنې ټینګار وکړ.

د مرستیالۍ څوکۍ ته چا ځان کاندید نکړ او د خوځښتوالو په غوښتنه د خوځښت پخوانی مرستیال انورالحق یرغل چې مخکې یې د ځینو بوختیاوو له کبله استعفا کړې وه، د رایو په اکثریت سره بیرته د خپلې دندې دوام ته وبلل شو.

د خوځښت مشرارشاد رغاند له یرغل څخه غوښتنه وکړه،چې د ملګرو رایو او غوښتنې ته په احترام سره دې خپله دنده ومني،یرغل له ملګرو څخه په مننې سره دغه غوښتنه ومنله.

د غونډې په وروستۍ برخه کې شهاد رحیمي د غونډې ارزونې ته وبلل شو،هغه د خوځښت فعالیتونه او دغه غونډه وستایله او ویې ویل،چې بلې اونۍ ته به دی د ادبي درس مسولیت پرغاړه واخلي. غونډه د ماسخوتن اذان نیږدې پای ته ورسیده.

One thought on “د جلالکوټ ادبي خوځښت ۱۵۹مه اونیزه غونډه! -حامد سلیم”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *