تله د شيانو د وزن د مالومولو يوه آله ده. تله د انصاف د پلي کولو يوه وسيله ده. تله دوې پلې لري چې په يوه کې يې مالوم وزن او په بله کې يې جنس اچول کېږي. د تلې دواړه پلې بايد داسې مساوي او برابر وزن وتلي لکه د انسان دوې سترګې چې دواړه يو برابر نظر توليدوي. د مساوات خبره که د پلو واله تله کې سل سلنه ګرانه ده خو د اوسني پېر کمپيوټري تلو دغه ګرانه چار اسانه کړې! او مساوات يې هوبهو داسې دی لکه د دو سترګو يو نظر.

وزن يواځې په مادي شيانو کې نه بلکې په غير مادي شيانو کې هم شته. د غير مادي شيانو وزن داسې نه دی لکه د مادي شيانو وزن او د غير مادي شيانو د وزن تلې هم داسې نه دي لکه د مادي شيانو تلې.

موږ چې کله د يو ښه سړي صفت کوو نو واويو چې پلانی ډېر دروند سړی دی! د پلاني خبرې درنې دي! او پلانی د درنې کورنۍ څخه دی! د دې په مقابل کې د بد سړي غندنه بيا داسې کوو چې ډېر سپک سړی دی! سپکې خبرې کوي او له سپکو سپکو سره ګرځي!

HaidarKelنو دا کومه تله ده چې انسان او د انسان کړه وړه تلي؟ او دا څه ډول وزن دی  چې په کړو وړو کې دی؟

بس دا د اخلاقو يو ټاکلی وزن دی چې د دود او قانون تله يې مالوموي! څوک چې د ټولنې له ښه دود يا قانون څخه سرغړونه کوي لکه دوکاندار چې تله وهي! څوک چې بې ځايه خويونه کوي لکه خراب يا تر تاريخ تېر شيان چې خرڅوي! څوک چې لنډ بيچ يا بې ځايه کارونه کوي لکه رخت خرڅوونکی چې ګز وهي!

د انسان دوې سترګې يو نظر، دوه غوږونه يوه اوريدنه، دوې پښې يو ډول مزل، دوه لاسونه په منظم ډول کار او د پوزې دوه سوري يوه ساه اخيستنه څرګندوي چې انسان متعدل (احسن تقويم) پيدا شوی او د اعتدال غوښتنه ورنه کېږي!

کله که انسان د د حيوانيت (شعور/ مادي وجود) او ملکيت (روح/ باطن)  تر منځ اعتدال پيدا کړي او د انساني روح او وجود دغه ترکيبي تله د عقل په لاس کې ورکړي نو په ژوند کې به يې اعتدال او نصاف راشي!

لکه څنګه چې کوم خلک تله او ګز وهي په بدل کې الله تعالی نرخونه ورباندې لوړوي! په همدا ډول که څوک د دود او قانون تله او ګز د ناسمو اخلاقو او کړنو په وسيله وهي نو په پايله کې ټولنې ته ډول ډول ناروغۍ او فتنې راوړي!

۱۷جدي ۱۳۹۲

حيدرآباد

خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *