تاند- د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي چې د بګرام په ۸۸ بندیانو کې یوازې د ۱۶ تنو پرخلاف جرمي شواهد شته خو د نورو په اړه اسناد او شواهد نشته.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په ارګ کې په عدلي او قضايي غونډه کې ولسمشر کرزي ته په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د بګرام د محبس د ۸۸ بندیانو د دوسیې له څېړلو وروسته ورته څرګنده شوه چې ۴۵ تنه یې هیڅ راز جرمي شواهد نه لري،  د ۴۵ تنو نورو په اړه یوازې عادي اطلاع موجوده ده خو ۱۶ تنه یې هغه بندیان دي چې د هیواد په امنیتي ادارو کې د هغوی په اړه د جرم اسناد موجود دي.

پر دې  اساس به له ۱۶ بندیانو پرته پاتې ۷۲ بندیان خوشي شي.

غونډې ته د بګرام په زندان کې د هغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه چې د بګرام د بندیانو د دوسیو د بیاکتنې بورد او امریکا ترمنځ یې د سبرخلیک په باب د نظر اختلاف موجود دی، د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست انجنیر رحمت الله نبیل لخوا راپور وړاندې شو.

د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست وویل چې د ولسمشر د لارښوونې له مخې په مرکز او ولایتونوکې د ملي امنیت بېلابېلو ادارو د دغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه په پوره دقت، جدیت او غور څیړنه وکړه.

د ملي امنیت سرپرست وویل چې د دغې دقیقې څېړنې په نتیجه کې  روښانه شوه چې د دغو ۸۸ تنو بندیانو له جملې څخه ۴۵ یې داسې کسان دي چې پرخلاف یې هیڅ ډول جرمي شواهد او مدارک نشته، ۲۷ یې داسې کسان دي چې په اړه یې یوازې یوه عادي اطلاع موجوده ده او پاتې ۱۶ تنه یې هغه بندیان دي چې د هېواد په امنیتي اداروکې یې په اړه جرمي اسناد او مدارک موجود دي.

عدلي او قضایي غونډې د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست د راپور له اورېدو وروسته د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د بیاکتنې بورد ته لارښوونه وکړه څو هغه بندیان خوشي کړي چې بېګناه دي او په اړه یې کوم جرمي اسناد او مدارک نشته او د هغو بندیانو پر دوسیو باندې دې بیا کتنه وکړي چې په اړه یې د ملي امنیت لوی ریاست نوي معلومات، اطلاعات او اسناد راغونډ کړي دي او دغه دوسیې دې د خپل قانوني صلاحیت په محدودې کې لویې څارنوالۍ ته وسپاري.

د افغانستان حکومت وروسته له دې د دغو ۸۸ بندیانو د خوشي کولو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخیسته او د هغو پر دوسیې یې بیاکتنه پیل کړه چې د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت پر پرېکړې اعتراض وکړ، ویې ویل چې د دغو کسانو په منځ کې داسي طالبان شته چې امریکايي پوځیان او افغان ملکیان یې وژلي دي.

One thought on “د بګرام د ۸۸ بندیانو له منځه د ۱۶ تنو په اړه جرمي شواهد وموندل شول”
  1. De Khuday Insafdaro dase ye wayali wo che da toll 88 kasaan khatarnak mojriman di aw

    “Da dagho kasaano po manz ke dase taliban shta che aricayi aw afghan molkyan ye wajali” ???

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *