کتار ښځې  د پښو په سر ناستې وې، چې ډېرو يې ځانونه په چادريو کې  نغاړلي وو، سږني ژمي د خلکو بېخ ووېسته، د باران درک نشته ، وچه يخني ده.

  لږ مخکې په اوسپنيزه دروازه کلنيک ليکل شوى، دا دولتي  دى چې د کومې موسسې  ملاتړ لري، ډاکتران  يې تر يولسو بجو ناروغان  ګوري،  بس هر ناروغ  ته د غټو بوتلونو دوه قسمه ګولۍ پلاستيک کې اچوي.

 پروين د ملا  له اذان  سره ځان رارسولى، خپل  کوچنى  زوى يې په روڼيو کې تاو  راوړى، د لومړي  نمبر  په نيولو  خوشاله ده،  د ماشوم يې څوومه ورځ ده  چې تبې کوي او سينه يې خرابه ده، تر دې وړاندې  هم څو ځل دې کلنيک ته ر اغلې وه.

خاوند يې دياړي کوي، خو د ژمي په رارسېدو د هغې کار هم په ټپه دريدلى.

  کوچني وچ وچ ټوخي وکړل، خواته  ته ناستې ښځې د پروين د زوى  د حال په لېدو  ويش ويش وکړ،  بيا يې وويل: خداى دې ورحمېږي، دې بلامړې يخنۍ ټول خلک خراب کړل، د دې کلنيک ډانګټران  ښه  دي، که دا نه وى  څه به مو کول؟

پروين خبرو ته خوله جوړوله چې زوى يې  بيا ټوخي واخيست، د ټوخي دا څپه تر پخوانيو زوروره وه.

تي ته يې واچوه ،   د لمر زيړ بخنې وړانګې ورو، ورو په ګرمېدو وې، د کلنيک ور پرانستل شو.

  څوکيدار پروين ته د ننوتو وويل.

د ډاکتر کوټې ته ننوته، د چوکۍ تر څنګ برقي بوخارۍ لګېدلې وه.

_ ډاکتر صېب!  څوومه ورځ يې ده چې سخت ټوخېږي

_  يخنۍ به درنه وهلى وي په مېز يې واچوه!

زوى يې له غېږې ښکته کړ ،  له مخه يې  ورته دسمال جيګ کړ ،  د ماشوم سر د بخارۍ اړخ ته کوږ  شو، سترګې يې خلاصې نيولې وې، شېده يې ګرځولي وو او  په  شونډو يې ځګونو  پوګڼۍ کړې وې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *