تاند- افغان طالبانو په کوټه کې د خپلو یو شمېر قومندانانو د وژل کېدو په باب په پاکستاني رسنیو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې یوازې د خپل یوه قومندان وژل کېدا تایید کړې، ویلي یې دي چې د دې ډلې د زابل قومندان نور الله، چې په کوټه کې اوسېده، وژل شوی دی.
طالبانو د ملا عبدالمالک، مولوي محمد اسماعیل او ملا سلیم وژل کېدا رد کړې ده او ویلي یې دي چې دا کسان لا هم ژوندي دي او فعالیت ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې طالبانو په کوټه کې د طالبانو د مشرانو په وژلو کې د افغانستان استخبارات په لاس لرلو تورن کړي ول خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په پاکستان کې د طالب قومندانانو په وژلو کې لاس نه لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په عین حال کې ویلي چې د طالبانو ترور د دې دلې په منځ کې له داخلي اختلافاتو سره تړاو لري او د دوی ل معلوماتو سره سم طالبان اوس په خپل منځ کې حسابونه تصفیه کوي.