تاند- د بشري حقونو ټولنو د عراق په دوو ښارونو کې د جګړې پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړه. ملګروملتو او د بشري حقونو یو شمېر موسسو خبرداری ورکړ چې د فلوجې او رمادي ښارونو جګړو د بشري حقونو وضعیت کړکېچن کړی دی.
حاضردمه د فلوجې او انبار ښارونو ځینو برخو محاصره دوام لري.
په دغو دوو ښارونو کې د جګړې په وړاندې ملګروملتو او بشري موسسو جدي خبرداری ورکړی دی. دغو ټولنو ویلي چې د انبار ولایت ډېرو سیمو ته خلکو ته فوري مرستې نه شي رسولی.
د رمادي یو شمېر سیمې د القاعده پلوو یاغیانو په لاس کې دي او له څو ورځو راهیسي د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره جګړه روانه ده.
د انبار بحراني حالت د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن دې ته اړ ایستلی چې په یوه اوونۍ کې دوه ځلي د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره ټېلفوني خبري وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني پهواشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې بایډن مالکي ته ډاډ ورکړی چې امریکا به له نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره د عراق ملاتړ وکړي.
«په ټېلفوني خبرو کې د امریکا د ولسمشر مرستیال د عراق صدراعظم تشویق کړ چې له قبایلي مشرانو سره د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي. د ولسمشر مرستیال د عراق د وزیرانو شورا د پرېکړې هرکلی وکړ چې پراساس یې د هغو کسانو د کورنیو پاتې غړیو ته زیات امتیازونه ورکوي چې د عراق او شام د اسلامي دولت له ډلې سره په جګړو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
ده همداراز محتاجانو ته د بشري مرستو د رسېدو په اړه د صدراعظم د وعدې او د عراق د صدراعظم د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې د دغه هیواد انتخابات له مهالوېش سره سم ترسره کېږي، ستاینه وکړه. د ولسمشر مرستیال تاکید وکاوه چې امریکا د نړیوال تروریزم په وړاندې د عراق د جګړې ملاتړ کوي او همکاري ورسره کوي.»
د راپورونو له مخې لا هم په فلوجې ښار کې ټانکونه ځای پرځای دي چې د دغه سُني مېشت ښار هغه برخې چې د یباغیانو تر کنټرول لاندې دي، بېرته ونیسي.
تر دې مخکې د عراق صدراعظم د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم ډلې ته خبرداری ورکړی و چې له فلوجې ووځي، کنې له حملو سره به مخامخ شي.
«زه د فلوجې له خلکو او قومي مشرانو غواړم چې یو لاس واوسي او د شریرو کسانو مخه ونیسي ځکه چې په فلوجې کې پخوا هم څو ځلي جګړې او ورانۍ شوي دي. موږ نه غواړو چې دا ښار بیا وکړېږي.»
له بلې خوا د انبار ولایت د مرکز رمادي ښار وضعیت نسبتاً کرار ښودل شوی دی.