تاند- د افغانستان د نولس کلونو لوبډله پاکستان ته تللې چې د دغه هیواد د کرکټ په اکاډیمي کې د راتلونکې میاشتې د نړیوال جام لپاره تمرینونه وکړي.
د ګلف نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان تر نولسو کلونو کشر لوبغاړو ته به په لاهور کې د پاکستان د کرکټ په ملي اکاډیمي کې د درو اوونیو په مخه روزنه ورکړای شي څو دوی د کرکټ د نړیوالې شورا تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو په اتلولیو کې ګډون وکړي.
دا اتلولۍ د راتلونکې فبرورۍ په څوارلسمه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د نولس کلونو لوبډله به د پاکستان د نولس کلونو د ټیم په شمول له ۸ بېلابېلو لوبډلو سره مسابقې وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ وویل چې افغان نولس کلن زلمکي به د پاکستان له نولس کلونو لوبغاړو سره د لاهور په قذافي لوبغالي یا ستیدیم کې درې مسابقې وکړي. دا مسابقې به د دواړو ټیمونو لپاره ښه تجربه وي.
د پاکستان د نولس کلونو لوبډلې په وروستیو اسیايي مسابقو کې په ډېر مشکل د افغانستان نولس کلونو لوبغاړو ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه.
د نولس کلونو ټیمونو په اتلولیو کې د افغانستان لوبډله د استرالیا، بنګله دېش او نامیبیا له لوبدلو سره په یوه ګروپ کې ده خو هیله ده چې دا ځل به د افغانستان لوبډله تر ۲۰۱۲ میلادي کال ښه وځلېږي.
د ۲۰۱۲ کال په مسابقو کې د افغانستان د نولس کلونو ټیم یوازې یوه مسابقه ګټلې وه.
په اسایيی مسابقو کې د افغانستان د کرکټ نولس کلونو لوبغاړو د اسیا غوره ټیم سریلانکا ته ماتې ورکړه.