کله چې په ۲۰۰۰ لومړي کال امریکا پر افغانستان برید وکړ، په بګرام کې یې پوځي تاسیسات جوړ کړل او په همدغه کال کې د تورنو کسانو د ساتلو په موخه د بګرام لوی زندان هم جوړ کړ، چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی زندان بلل کېده.
د دغه زندان نوې ودانۍ په ۲۰۱۰ کال د پروان زندان په نوم ونومول شوه، او ښایې د نوم د بدلېدو یو لامل به یې داوه، چې دغه زندان د خلکو په ذهنونو کې خورا بد نوم درلوده.
د بګرام زندان د کابل شمال ته په ۴۰ کېلومترۍ کې د امریکایانو د هواي اډې په منځ کې پروت دی. دغه زندان د افغانانو په منځ کې د ‘افغانستان ګوانتانامو’ په نوم هم یادېږي ځینې وختونه به له دغه زندانه د بندیانو سره د ناوړه چلند را پورونه هم خپرېدل آن تر دې چې په ۲۰۰۲ کال کې له دغه زندان نه د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپورهم ورکړل شوي وو.
له بګرام زندان نه خوشي شوو یو شمېر زندانیانو او د بشري حقونو ځینو ډلو رسنیو ته ویلي چې جرم یو شخصي ګناه ده خو په دغه زندان کې داسي کسان هم شته چې جرم یې د کورنۍ غړي کړی وي خو راوستی یې بل څوک دی، چې د زندانیانو د نیولو او څېړنې پرمهال له هغوی سره ناوړه چلند هم شوی، د دې تر څنګ یو شمېر داسي ماشومان هم په دې بند کې ول چې په خپلې کورنۍ پسې به یې ژړل.
د بېلګې په توګه: د کوچیانو یو قومي مشر رمضان کوچی دیارلس میاشتې د بګرام په زندان کې بندي و کله چې په ۱۳۹۲/۷/۲۲ له زندانه خوشي شو نو هغه د اشنا را ډیو سره په مرکه کې وویل چې په دغه زندان کې داسي ماشومان هم ول چې د مور او پلار نومونه به یې اخیستل او ژړل به یې.
او بل د شکنجو، وهلو تر ټلو تر څنګ په دې زندان کې داسي کسان هم بندیان ول چې هیڅ جرم یې لا معلوم هم نه وو، خو کله چې بارک اوباما د خپلو لومړنیو ټاکنېزو منډو ترړو پر مهال وو نو له خلکو سره یې یوه ژمنه داهم وکړه چې په دغه زندان کې به د شکنجو لړۍ ته د پای ټکۍ اېږدي.
یاد زندان د امريکا له ګوانتانامواو په عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل کېږي سره له دې، چې د دغه زندان امنیت خورا ټینګ و، خو بیا هم د ۲۰۰۲ کال په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان هم وتښتېدل.
د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهمې او پېژندل شوې څېرې لکه ملا عبدالسلام ضعیف، د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر، وکیل احمد متوکل او د حزب اسلامي مهم کسان لکه غیرت بهیر او نور هم په دغه زندان کې ساتل شوي دي.
دغه زندان، ۱۳۹۲ کال د وږي په ۲۲ مه د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته و سپارل شو.
په وروستو کې ۶۵۰ بندیان د بګرام له بنده خوشي شول، او ویل کېږي چې ۸۸ تنه نور به هم په دې نېږدو ورځو کې خوشي شي. خو اوس امریکایان بیا د دغه ۸۸ تنو خوشي کول د امنیت لپاره ګواښ بولي.
دا هغه بندیان دي چې ویل کېږي د بګرام په زندان کې د تور زندان په نوم یوداسي زندان هم شته چې په هغه یو شمېر کسان تر سختې شکنجې لاندي دي او امریکا هغه بندیان د امنیت پر وړاندې ګواښ بولې.
له بلې بیا د بګرام بندیانو د دوسیو څېړلو کومیټه وايي، چې دغه ۸۸ بندیان بې ګناه دي او پر هغوی کوم جرم هم نه دی صابت شوی.
خو امریکا نه غواړي چې په دې ډول سره خپلې هغه بشري ضد کړنو باندې پر ده وا چوي چې په دې ۱۲ کلونو کې دوی له افغانانو سره کړي دي.
امریکا له کاله چې افغانستان ته راغلې نو افغانانو باندې یې بیلابیل تورونه پورې کړي دي کله هم په نشه یې توکو په کرکیله کې د نړۍ په کچه لومړۍ ځای خپل کړو او کله هم د توریستانو په نوم وژل کېږو.
خو اوس موږ ته په کار ده چې د هغه چا ملاتړ وکړو چې موږ له دې لوې بلا نه و ژغوري، او تاریخ کې د خپل راتلونکي نسل لپاره خپل نومونه په زرینو کرښو ولیکو، نور دا ونه وایو چې زه څه کولای شم، باید دا ووایو چې موږ څه کولای شو.
تر هغې چې زه، موږ نه شو تل به د بل تر یرغل لاندې وو او ژوند به مو له ویر او غم نه ډک وي بس په پای کې دومره وایم چې نور نو را ځی یو ازاد او خپلواک افغانستان و غواړو نه یو استعماري کوډله.