خوست ولايت ته دپلازمېنې کابل څخه دلومړي ځل لپاره دافق شرق هوايي شرکت دAn 24ډوله ملکي الوتکې په واسطه دخوست په صحرا باغ هوايي ډګر کې ناسته ترسره او دياد هوايي ډګر په کرښه ترښکيدو کيدو وروسته لومړۍ الوتنه دخوست والي عبدالجبارنعيمي له لوري دپټۍ په پرې کولو سره پيل شوه.
په دغه لومړۍ الوتنه کې خوست والي عبدالجبارنعيمي په داسې حال کې چې دهوايي چلن دخپلواکې ادارې رئيس کپتان حامد ظاهر ،دافق شرق هوايي شرکت رئيس کپتان جاهد عظيمي ،په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازي ډاکټر ميربت منګل ،دمشرانو جرګې دنړيوالو اړيکو دکميسيون رئيس عارف الله پښتون ،دکابل دنړيوال هوايي ډګر قوماندان جنرال حق نواز ،دمبصرينو دټولنې مشر ډاکټر کمال سعادت اوګڼ شمير نور مسوولين يې ملتيا کوله خوست ته راغلل اوپه خپل راتګ سره يې خوست ولايت ته لومړۍ الوتنه پرانيستله.
د صحرا باغ په هوايي ډګر کې دلومړۍ ملکي الوتنې دترسره کيدو دښکته کيدو اوهرکلي په خاطردخوست ولايت مرستيال عبدالواحدپټان ،دلومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمد ناصرهدايت ،دملي امنيت رئيس محمد حسن طوطاخيل ، دولايتي شورا رئيس کريم خاکسار ،دبېلابېلو ادارو رئيسان ،ديني علماء ،قومي مشران ،دمدني ټولنو غړي ،خبريالان او نړيوالو موسساتو استازي راټول شوي وو.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته خوست والي عبدالجبآرنعيمي خوست ولايت ته ترلسيزو وروسته دلومړۍ ملکي الوتنې دترسره کيدو مبارکي دخوست خلکو اوټولو هېوادوالوته وړاندې کړه او خوست ولايت ته دملکي الوتنو پيل کيدل يې ددغه ولايت داقتصادي ،تجارتي ،سياسي او امنيتي پرمختګ لپاره يوبل مهم ګام ياد کړ کوم چې دولايتي ادارې دپرلپسې هڅو او دترانسپورت او هوايي چلن دوزارت دګډې همکارۍ په اساس پورته شو.
خوست والي وويل خوست ته دملکي الوتنو پيل دخوست دولسونو ،مسافرينو،ناروغانو ،سوداګرو بلکې هر فرد يوه ستره هيله وه چې نن ورځ پوره شوه دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګر ترجوړيدو پورې به دهمدې هوايي ډګر څخه الوتنې کيږي او ددغه ولايت مسافرين به په ٣٥دقيقو کې پلازمېنې ته رسيږي،ښاغلي عبدالجبارنعيمي زياتوله چې خوست ته دملکي الوتنو په پيل کيدو سره دغه ولايت له نړۍ سره په نيغه توګه وتړل شو اوله دې وروسته به دغه ولايت کې زياتې اسانتياوې رامنځته اودخلکو ډيرې هغه ستونزې به هوارې شي چې له دې وړاندې ورسره مخامخ وو.
خوست والي داهم وويل چې خوست ته دملکي الوتنو پيل کيدل دولايتي ادارې ستره لاسته راوړنه ده ،نوموړي په موقتي توګه دصحراباغ هوايي ډګر دالوتنو لپاره مناسب ياد کړ خو دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګر دکارونو په اړه يې وويل چې دياد هوايي ډګر کارونه بايد په شفافيت او منل شويو معيارونو سره بشپړه شي او ددغه هوايي ډګر قرارداد بايد دشخصي ګټو دپلويانو له منګولو څخه ووځي.
نعيمي دې ته هم اشاره وکړه چې دترانسپورت او هوايي چلن وزارت بايد دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګر په پروژه کې دفساد او دشخصي ګټو دخوندي ساتلو مخه ونيسي ،ترڅو ياده پروژه په ښه کيفيت سره پلې شي چې په دې سره به دخوست دغه بنسټيز پروژه په ښه څرنګوالي سره تکميل شي.
دهوانوردى دخپلواکې ادارې مشر کيپتان حامد ظاهر هم دخوست خلکو ته مبارکي وړاندې کړه او خوست ته دالوتنو پيل يې دخوست دپرمختګ په برخه کې ښه لاسته راوړنه ياده کړه ،نوموړي وويل چې دخوست دولايتي ادارې دځانګړې توجه په اساس يې خوست ته ملکي الوتنې پيل کړي اوله دې وروسته به ددغه ولايت خلک پلازمېنې او نورو هېوادونو ته دمهال ويش سره سم سفرونه کوي.
ښاغلي ظاهروويل دخوست ملکي نړيوال هوايي ډګر پروژه دهېواد په کچه يوه ستره پروژه ده چې دکارونه پيل يې دخوست داوسنۍ ولايتي ادارې يوه ستره لاسته راوړنه بلل کيږي.
دافق شرق هوايي شرکت مشر کپيتان جاهد عظيمي خوست تهد الوتنو پيل دخوست دولسونو لپاره ښه اسانتيا وبلله ،نوموړي وويل چې دغه شرکت به اوس مهال په اونۍ درې الوتنې خوست ته ولري ددغه هوايي ډګر ديوشمير لومړنيو کارونو ترتکميل وروسته به الوتنې زياتې شي .
دمشرانو جرګې دنړيوالو اړيکو دکميسيون مشر عارف الله پښتون خوست ولايت ته دالوتنو پيل دخوست دولسونو هغه غوښتنه په ګوته کړه کوم چې دولايتي ادارې دپرلپسې هڅو په اساس ورته رسيدګي وشوه.
نوموړي وويل اوس په خوست کې په يوشمير بنسټيزو پروژو باندې کارونه روان دي چې په تکميل سره به يې په خوست کې ګڼ شمير پرمختګونه رامنځته شي ،ښاغلي پښتون په يوشمير وزارتونو باندې په دې خاطر باندې نيوکه وکړه چې خوست ته اساسي توجه نه کوي او لاهم ددغه ولايت په پروژو باندې لوبې کوي ،دنوموړي په خبره هرهغه څوک چې دخپلو شخصي ګټو دخوندي ساتلو په خاطر دخوست دپروژو قراردادونه ترلاسه کوي په واقعيت کې دخوست دخلکو اوپرمختګ سره دښمني کوي.
دغه مراسمو ته ډاکټر کمال سعادت او دبريز هوايي شرکت مسوول احمد منګل هم خبرې وکړې اوخوست ته دالوتنو دپيل داهميت او اړتيا په تړاو خبرې وکړي.
ديادونې وړ ده چې دخوست دادارې او خلکو له لوري خوست ولايت ته دلومړي ملکي الوتنې دترسره کيدو تود هرکلى وشو.
واکمن
ښه کام دی، خو
که پر ځای یی د خوست او کابل تر منځ سړک پوخ شوی وای ډیر به ګټور وو، دا څکه چی ټول خوستوال خو په الوتکو کی سفر نه شی کولای. موږ بیا هم د خوست له ولی او نورو مسولینو څخه هیله کوو چی یاد شوی سړک پوخ کړی، تر څو تری هر څوک ګټه واخلی