تاند- په هند کې د بریتانیا سفیر ویلي چې هیواد به یې په افغانستان کې د امنیت، پرمختګ او روزنې ملاتړ ته دوام ورکړي.
جیمز بیوان، چې په نوي ډیلي کې د ویویک انند په نوم په نړیواله موسسه کې وینا کوله، وویل: بریتانیا به له ۲۰۱۴ او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یوازې پرېنږدي.
د ده په وینا افغانستان او بریتانیا له یو بل سره ستراتیژیکې اړیکې لري او د افغانستان بې ثباتي د هند په شمول د بریتانیا د دوستانو او د سیمې د هیوادونو امنیت ته خطر پېښوي.
په نوي ډیلي کې د بریتانیا سفیر وايي، که افغانستان یوځل بیا د تروریستانو پر اډې بدل شي، نه یوازې د افغانستان ګاونډیان، بلکې بریتانیا به هم په یوه نه یو ډول له خطر سره مخامخ شي.
جېمز بیوان همداراز وویل، بریتانیا په افغانستان کې زیاتې قربانۍ ورکړي او ډېرې پیسې یې په دغه هیواد کې لګولي دي. نو باید داسي ډاډ ترلاسه شي چې ټولو ارزښتونو ته خطر نه پېښېږي.
دغه بریتانیايي دیپلومات همداراز وویل، هیواد به یې د افغانستان په پرمختیايي برخو کې د همکاریو لپاره د کال ۱۸۰ ملیون پونډه مرسته وکړي او همداراز به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې یو شمېر بریتانیايي چارواکو ویلي و چې له هلمند څخه د بریتانیايي پوځیانو له وتلو وروسته به طالبان د دې ولایت ځینې سیمې بېرته ونیسي.
خو د بریتانیا صدراعظم او افغان چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل ټول هیواد امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي.
د بریتانیا سفیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وویل، د ډیلي او کابل اړیکې ډېرې مهمې دي.
ده له هند سره سوداګري راکړه ورکړه د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره خورا مهمه وبلله.
هند د افغانستان په بیارغونه تر دوه زره ملیون ډالره زیاتې پیسې لګولي دي.
په ډیلي کې د بریتانیا سفیر وویل، د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د دغه هیواد اقتصادي پیاوړتیا ډېر اهمیت لري او په دې برخه کې هند، چې په سیمه کې یو مطرح هیواد دی، اساسي رول لرلی شي.
تر څو چې افغان حکومت څه کم پنځوس ملکونو ته دیارلس کاله شا اړولي وي، برتانیی ته څه اړتیا ده چې شا واړوي. هه هه هه