فولکلور انگريزي کلمه ده ، ځکه د لومړي ځل د پاره د يو انگريز له خوا په انگريزي متن کې استعمال سوه.

فولکلورکلمه  د دوو توکونو څخه جوړه سوي ده.

(فولک) د خلگو په مانا ده او (لور) پوهې ته ويل کېږي. نو په دې اساس فولکلور د خلگو د پوهې په مانا راځي، او په اصطلاح کې فولکلور د عامو خلگو هغو عنعنو ته ويل کيږي چې د لرغونو زمانو څخه را پاته سوي او د اوسني وخت له متداولو پوهنو، عقايدو او چلند بيلگو سره ډېر تو پير لري.

فولکلور ډېري پېړۍ مخکي منځ راغلى دى، کله چې د انسانانو ليکل او لوستل نه وه زده. د هر قوم ادب په فولکلور بنا دى، فولکلور د ادب اساس او چينه ده، دا د ټول اولس مال دى ، فولکلوري ادبيات ساده خوندور او بې تکليفه وي.

فولکلوري سندري ټولنيز واقعتونه بيانوي او د منلو وړ دي، خو کيسې او نکلونه چې د مبالغې نه ډکې وي. ځينې برخې يې هېڅ د منلو نه وي مگر ساده، بې علمه او په ټوله مانا خوشبين خلگ يې مني.

فولکلور د ذهني او خارجي شرايطو، تصوراتو، اجتماعي روابطو او هر ډول گډو خصوصياتو انعکاس دى. د ولس خورا لويه شتمني او پانگه د ولس فولکلور او ژبه ده، د بشري افکارو او تجربو زيرمه چې په زرگونو کلونو کې د فولکلور په ذريعه راټوله سوې له نيکه مرغه په قالبي الفاظو کې خوندي ساتل سوې ده.

د ولس فکر، هوښياري، ملي تاريخ ، اجتماعي جوړښت، ژوند، نړۍ ليد کړه وړه او عادتونه په فولکلوري ادب کې په ښکاره او قوي ډول څرگند سوي دي.

د ژوند ټولې پيښې په فولکلور کې ځاى سوې دي او کله چې د ژوند پيښي او روابط ډېر دي همدغسې د فولکلور ښاخونه او څانگې بې شماره دي.

له ډېر پخوا نه د ژوند  د پوهې او تجربو په محصول (فولکلور) کې د خلگو خوشالي او غمونه ، خندا او ژړا ، مينه او کينه، باور او بې باوري، رښتيا او درواغ ، سم چلند او ټگي ، زيار او لټي ، حقايق او اوهام ، دنيا او عقبا، اخلاق او فساد او داسې نورې په ژوندانه پورې مربوطې چارې ځاى سوي دي چې مونږ گټه او عبرت ځني اخلو او زموږ د استفادې يوه ستره منبع گڼل کيږي.

دلته د دې خبرې ويل ضرور دي چې د فولکلور خلاق ولس دى او فولکلور د ولس مال دى، کوم شهکار، حکمت او فلسفه چې په فولکلور کې ځان ښکاره کوي د هغو نسبت ولس ته کيږي او همدا فولکلوري اندونه ، ذهنيت ، تفکر ، او په اصطلاح تاريخ وهلي فکرونه د علامو په لور لاره وهي او موږ پوهېږو چې کوم نوابغ عالمان او څيړونکي چې د بشريت له پاره خدمت کوي همدغه ولس وړاندې کړي دي او کوم افتخار چې په ټولنه کې اشخاص گټي هغه د ولس وياړ دي.

2 thoughts on “د فولکلور لنډه پيژندنه،!!! لېمه افغان”
  1. لیمې خور ډیره ښه لیکنه دې کړې، له ماشمتوبه مې دا کلمه اوریده خو په اصلی مانا یې نه پوهید نه چیرې داسې پیښ شوی وو چې په دې اده څیړنه وکړم.
    که فلکلور يو څو بیلګو ته دې هم په خپله لیکنه کې ځای ورکړي وی نو ډیره به مزه داره شوې وی.
    په درناوی ،
    مننه

  2. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
    د پښتو کږنی او انګیرنی په اړه که معلومات راسره شریک کړی مهربانی به مو وی. \مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *