ای زموږ خوږ پیغمبره! نن ستا د مبارک میلاد ورځ ده. په دې ورځ در نه یوه ډالۍ غواړم.
زما ډالۍ زما خواست دی . درنه صدقه شم، خواست مې ومنه. تاته خپل امتیان ډير ګران دي ، زه دې هم امتي یم. نا هیلی کوه، مې مه! پوهیږې څه درنه غواړم؟
زه غواړم چې یو ځل ټولو هغو کسانو ته په خوب کې ورشې چې ستا د امتۍ دعوې کوي، ځانونه ستا اصلي پیروان بولي، خو هغه څه کوي چې ستا له افکارو او لارښونو سره په ټکر کې دي. ای د خدای حبیبه! ستاسو په مهربانۍ، نرم زړه او صداقت د وخت مشرکین هم قایل وو. په ټوله جزیرة العرب کې په همدې اوصافو یادیدې. خو زموږ ګران حبیبه! اوس خلک ستا د ځینو امتیانو له قوارو ډاریږي، د ظلم، وحشت او خیانت مثالونه یې ورکول کیږي.
ای له ټولو مهربانه او صادق پیغمبره! دغو کسانو ته خوب کې ورشه او په داسې غږ ترې بېزاري اعلان کړه، چې له ویرې بېهوښه شي او نور له هغو اعمالو لاس واخلي چې ستا د مبارک سیرت مخالفت دي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد.