د لوی غم خبر راغی چې ( د پښتو غزل ستوری) ولوید.
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی د پښتو غزل د کلاسیک او معاصر رنګونو او خوندونو د امتزاج یو مسلم استاد و، هغه پر دې ډګر د کمیت او کیفیت له مخې د خپل اوږده او ثمر بخش ژوندانه په اوږدو کې خپله توله پېرزوینه، مینه په خپل ځانګړي سبک سره موږ ته په میراث پرېښوده.
هغه د ادب میراث خورو ته د لنډې کیسې، ناول، نظمونو، څلوریځو، منظومو، ادبپوهنې او ادب په ډېرو اړخونو کې تلپاتې یادګارونه پرېښودل.
او لا جالبه دا چې، هغه لکه زموږ د زمانې لوی خوشال بابا، لویه او ویاړلې، د علم او فرهنګ پر پخو اساساتو ولاړه مستحکمه کورنۍ زموږ د امیدونو او اطمنان د ادرس په توګه ورغوله.
هغه د شوروي یرغل پر ضد د مقاومت ادب یو تر ټولو لوی مخکښ، رښتینی مبارز او سخت سنګر و.
هغه نور زموږ سره نشته، خو د هغه یادونه، خاطرې، د علم او فرهنګ رڼا، د هنر ځلا او د عشق دنیا به زموږ د زړونو او ذهنونو همېشنی ملکیت وي.
بېنوا فرهنګي ټولنه او ورسره اړوند ټول فرهنګیان د پښتو ادب دغې لویې اروا ته په فردوس جنت کې د ارام دعا کوي او معززې کورنۍ او ټولو خواخوږو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
هر ګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق
ثبت است بر جریده عالم دوام ما
بېنوا فرهنګي ټولنه
کندهار- افغانستان
۱۳۹۲/ ۱۰/ ۲۳