که څه هم مخکې داسې اټکل کېده، چې د پولنډ شا و خوا زر سرتېري به د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستانه ورو ورو ووځي، خو اوس ويل کېږي د ايساف په چوکاټ کې به پولنډ خپل ځواکونه ژر کم کړي.

 د پولنډ يوه چارواکي وويل: له نورو متحدانو سره تر خبرو وروسته فيصله وشوه، چې موږ به له مې مياشتې څخه وروسته خپل پنځه سوه سرتېري په افغانستان کې پرېږدو.

 راپورونه وايي د پولنډ ٤٠ فيصده پوځي وسايل له وړاندې له افغانستان څخه ايستل شوي دي، ټاکل شوې تر مې مياشتې پورې د دغو قواوو ټول پوځي وسايل له افغانستان څخه وايستل شي.

وروسته تر هغه چې پولنډ په ٢٠٠٢م کال کې د ايساف په چوکاټ کې خپل ماموريت پيل کړ، په افغانستان کې يې تر ٢٥٠٠ زياتو پوځيانو دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان په جګړه کې د دې هېواد ٤٣ تنه پوځيان وژل شوي دي.

هغه پولنډي پوځيان چې په افغانستان کې پاتې کېږي، د افغان قواوو په روزنه کې به مرسته کوي.

د پولنډ حکومت په کور کې دننه هم د ولس له فشارونو سره مخ دى. نظرپوښتنې ښيي چې په دې هېواد کې هم ډېر کم کسان د افغانستان په جګړه کې د خپلو پوځيانو د ګډون ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *