د ناټو په چوکاټ کې پوځي کمېټه به د جنورۍ له ٢٢مې تر ٢٣ مې نېټې پورې په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
دا په روان ميلادي کال کې د ناټو د پوځي مشرانو لومړۍ غونډه ده. د ناټو د پوځي کمېټې مشر جنرال نود بارتليز به د دې غوندې کوربه توب کوي او د ناټو متحدان، همکاران او غړي هېوادونه به يې په کې برخه لري.
دوى به د ناټو پر روان پوځي ماموريت، په افغانستان کې پر امنيتي او اقتصادي انتقال، د همکاريو پر پياوړتيا او نورو مسايلو خبرې وکړي.
د ناټو پوځي مشران او متحدان له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پر امنيتي وضعيت هم خبرې کوي، دغه راز د راتلونکو انتخاباتو د امن مسئله به هم د دې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامله وي.
ځينو سرچينو تاند ته وويل چې په دې غونډه کې ښايي پر افغان حکومت ټينګار وشي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي او دفاعي تړون ژرلاسليک کړي.
د ناټو غړي هېوادونه وايي که چېرې دغه تړون لاسليک نه شي، له افغانستان سره به د نړيوالو مرستندويانو مرستې کمې شي.