فاروق فردا

داستاد صديق پسرلي دفزیکی نشتون په ویر کې/

…. او لمر ،د افق پر بالین سر کېښود هو، لمر کلونه کلونه د افق له بالینه سر جیګول، داسمان پر لمنو به یې د رڼا پاولي شرنګول او ستورو ته به یې د شپې د ستړیاوو د دمې په خاطر څنګل نیول. دا و دلمر د هره ورځني ژوند او هڅو مدار چې زوال یې د چا په تصور کې هم نه ځایېده. لمر دخپلې رڼا له چينې به یې تیارو ځپلو ته جام جام وړانګې وېشلې او د دوې په زړونو کې یې د ژوند د موسیقۍ تال راژوندی کول. لمر، پخپل هوډ کې بریالی وو، ورېځو ،اورښتونو او حتی واورو او ږلیو به دهغه مخه نشوای نیولای.افق به هم د هغه له نوره رنګ اخیستل او هر سهار چې لمر دهغه له بالینه به یې سر اوچت کړ، افق یې پر ځای وغځېد او دلمر درڼا شال به یې پر سر راکش کړ. هو، لمر ، سر، افق او بالین، دا هغه څه دي چې د یوه تلپایه مدارپه انځور کې د«نیوتن» قانون د« ګالیلې» د ځمکني او د «کیپلر» داسماني اجسامو د فزیکی علم څخه را استخراجول او په دې تو ګه یې په منطقي او فلسفي علومو کې ساینس، یا پراکتیکی علم یې تجربې ته ایښودل. دغه مدار، اوس هم څرخي او په دایروي او بیضوي خوځښتونو کې دنسلونو له زاد و ولد څخه رانیولای بیا د پوهې د مدارجو دالقا څرګندونه کوي. او هغه څه چې ګالیله،نیوتن او کیپلر دمعادلاتو او فورمولونو په ورکه دنیا کې لټول،زموږ لمر هغه ، د انسان دزړه په غږ کې تمثیل کړی دی او حتی د هغو ساینسي علماوو د کلونو خواري یې دیوې غزلې دیوه بیت په یوه مصراع کې راټول کړی او وړاندی کړی دی. «لکه سر چې د افق په بالین لمر ږدي». هو، لمر وګرځيد را وګرځېد . خپل مدارونه یې پای ته ورسول او بېرته راغی، دافق پر بالین یې سر کېښود. افق په دې پوهېده چې لمر ستړی شوی دی، ځکه نو له یوې مودې راهیسې ورته دڅنګلو بالین نیولی وو.لمر هم راغې او له هغه بالین څخه یې چې همیشه سر جیګول، پر هغه سر کېښود ، ویده شو او دستړیاوو پر دمه ځای یې پښې وغځولې او په دې توګه، مدار یې پرېنښود چې له حرکته بېرته پاتې شي. اوس افق دی، چې دهغه په جامه کې سر راباسي، هره ورځ را زېږي ،وده کوي لوېېږي او درڼا مینه والو ته دلمر جامونه ویشي. دا به یوه پوښټنه وي چې ولې لمر، د شفق پر بالین سر کی نه ښود .ځواب روښانه دی، ځکه هغه نه غوښت چې د غره له سره پناه، د شپوشال یې ور په سر شي او مدار پای ته ورسېږي.ځکه پر هغه ځای یې سر کېښود چې له هغه نه به یې سر اوچتول او دا دمدار دخوځښت بل پېل دی،چې هغه هم د ده له نوم سره غوټه شوه. لمر به تل ژوندی وي او دده په رڼا کې به د معنوي ژوند هار وبهار هره ورځ پسرلني ګلونه ټوکوي.زموږ دشعر فصلونه به پسرلی پسرلی زرغونېږي او دهغو پر پاڼو به موږ د خپل پسرلي انځوورنه وینو. دا لمر داپسرلی او دا ژوند به داسې وي: «لکه سر چې د افق په بالین لمر ږدي.» مسکو د ۲۰۱۴ کال د جنوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *