بسم الله الرحمن الرحیم

 

دقومي اوجهادي شخصیت الحاج مولوي عبدالحق دولت زي د مړینې له امله د ډاکټرمحمد اشرف غني د تسلیت پیغام :

 

په خواشنۍ سره خبرشوم چې دهېواد قومي او جهادي شخصيت او د ملي محاذ پخوانی سلاکار الحاج عبدالحق دولت زی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلونو په عمر ځان حق ته وسپاره .

                                                              انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد د پکتيا ولايت د دولت زيو د قبيلې يو داسې مخور شخصيت و چې د خپل عمر خوږه برخه يې د روسي يرغلګرو نه د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې نذرانه کړه ، د ارواښاد او دده په څير د لکونو افغانانو په هلو ځلو او جهادي مينه ددې هېواد د خپلواکۍ بيرغ ورپېد . د داسې میړنو نوم به تر تل تله ژوندی وي ،داسې کسان مړه مه بولې ژوندي دي .

ارواښاد د سیمې یو داسې قومي شخصیت ؤ چې په خپلې ولسې پوهې يې د ولس د ستونزو او ربړو په له منځه وړلو کې بيساری هلی ځلې کولې .

له يوې خوا دده جهادي او له بل پلوه دده قومي هلې ځلې په هېواد کې د سولې ، ثبات او ټيکاو د رامنځته کېدو لامل وګرخيدې . زه د ارواښاد مړينه يوه ستره تشه بولم ، له کورنۍ او خواخوږو سره يې ځان په دغه غم کې شريک ګڼم ، ارواښاد ته د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس غوښتنه کوم او کورنۍ ته يې خپل تسليت وړاندې کوم ، خدای دې دی وبښي او کورنۍ ته دی اجر په برخه شي .

                                                                                                      

                                                                                                       درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *