افغان چارواکو له ۲۰۱۴ کال وروسته د مخدرو مواد د قاچاق له کبله د هېواد د وضعیت د خرابېدو پر احتمال اندېښنه څرګنده کړې.
له مخدرو موادو سره د مبارزې مرستیال وزیر “محمدابراهیم ازهر” وویل، که نړېواله ټولنه د دې ستونزې په له مینځه وړلو کې مرسته ونه کړي نو مخدر مواد ښايي په یوه ملي او نړیوال ګواښ بدل شي.
تر دې مخکې په افغانستان کې په دومره اندازه کوکنار نه وو کرل شوي. يوه امريکايي چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبردارى ورکړ، داسې ګومان کېږي چې دغه کښت به بيا افغانستان د مخدره موادو اړوندو جرمونو په هېواد بدل کړي.
که څه هم امريکا او نورو نړيوالو متحدانو په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د مخدره موادو پرضد په مليونونو ډالره ولګول، خو د کوکنارو کښت ختم شوى نه دى او د دغه کښت له درکه لاسته راغلې پيسې د طالبانو تر مشرۍ لاندې افراطيت ته هم مالي ګټه رسوي.
د افغانستان د بيارغونې لپاره ځانګړي سرمفتش جان سوپکو دغه خبردارى ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو اکثريت جنګي ځواکونه له افغانستانه وځي او زيات مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
په افغان ځواکونو کې د اداري فساد په اړه هم زيات راپورونه ورکول کېږي.
په هلمند او نورو ولايتونو کې چې کوکنار زيات کرل کېږي، کروندګر شکايت کوي، که چېرې پيسې ورکړي، کوکنار يې نه اړول کېږي او د هغو کسانو کښتونه له منځه وړل کېږي چې دغو ځواکونو ته د رشوت په توګه پيسې ورکړي.
هه هه هه ښه ښه اصلاح شوی تخمونه خو انګلیس رابرابروی، او ملامت په کی بیا بیچاره بزګر دی، یو چارک شیره خو د چپنپوش لالا د هفتی هم نه کیږي. د چپنې لاندې غله خو يې پریږده. هه هه هه