بسم الله الرحمن الرحیم
(موتُ العالِم ،موتَ العالَم)
دهیواد دنومیالې استاد پسرلې د مړیني په اړه :
دهیواد دنامتواو منلي شخصیت او دپښتو ادب دستوري ، او د هیواد دملي ژبې ژب پوه او خادم ، استاد پسرلي په څیر د یوه عالِم مړینه په ریښتیا د عالَم مړینه ده .
په داسې حال کې د استاد پسرلې د مړیني د غم نه ډک خبر اورم چې د هیواد هره شیبه او هره ګړۍ دداسې شخصیتونو د تجربو او پوهې څخه د ګټي د اختسو له پاره اړتیا لري . استاد پسرلي د روسي یرغلګرو د نیواک په وخت کې او بیا د هجرت په دیار کې هم د ټولو ناخوالو او ستونزو سره سره خپل قلم په زمکه کینښود ، بلکه په پوره میړانه یی دخپل ولس د ازادۍ له پاره په قلمي اوفکری توګه مبارزي ته دوام ورکړ . ددې ترڅنګ ، زما یادیږي چې استاد پسرلي څومره دخپلو قومونو درایوځآي کولو او د ټولو ولسونو تر یوه بیرغ لاندې د را یوموټې کیدو له پاره هلې ځلې کړي …
زه په داسې حال کې چې د مرحوم استاد پسرلي له پاره ددغو ټولو کړاونو او ستونزو چې دخپل ولس د خوښۍ اوښیګڼې په خاطر یی زغملي او ان د مړیني د ورځي پورې دخپل ولس په چوپړ کې لکه د یوه خدمتګار په څیر حاضر وو، د الله تعالي نه د جنت الفردوس د ورکړې غوښتنه کوم او د مرحوم استاد پاته کورنۍ ته د الله تعالي نه ددې نه زغم کیدونکې غم د زغم له پاره دصبر دعا کوم.
انا الله وانا الیه راجعون .
قریب الرحمن سعید
دحزب اسلامي پخوانې ویاند او ددې ګوند د سولي د هیئت غړې .
د ښاغلي سعید صاحب نه په ریښتیا هم مننه، اوس ښکاري چې رحما ن ته قریب شوی…