سرچینه: د المان (واڅ) او د سویس (زوریخ) ورځپاڼې/

ژباړه: احمد الله رحماني

/افغان ولسمشر حامد کرزی پخپله نښه ټینګ ولاړ دی او امریکا یې په خپل دريځ  شاته تنبولې ده. د نړۍ په تاریخ کې داسې کس تر اوسه نه وو لیدل شوی چې د سوپر پاور امریکا پر وړاندې دې ودرېږي. هغه سړی چې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د هغه د ناتوانۍ له امله د کابل ښاروال لقب ورکړل شوی وو، نن ورځ  امریکا ته غاښونه چيچي او له هرې خبرې یې سرغړونه کوي. بېلګې یې د امنیتي تړون نه لاسلیک کول او د بګرام له زندانه د زندانیانو خوشي کول دي. په دواړو حالاتو کې امریکا ډېر زیار وایست چې د حامد کرزي نظر بدل کړي، خو توان یې ونه رسېده.

په کابل کې د امریکا سفیر په ډاګه وویل چې دی فکر نه کوي د کرزي دریځ دې د امنیتي تړون په اړه  بدل کړي او هغه دې د تړون لاسلیکولو ته وهڅوي. د حامد کرزي هغه شعر چې څه موده مخکې یې په یوه وینا کې په لوړ اواز  ووایه، د امریکا د سفارت له خوا ترجمه او اوباما ته وړاندې شو. امریکا د کرزي دې خبرې (دې شعر) زیاته په غوسه کړې ده. کرزي وويل:

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم

له دې شعر نه امریکا داسې اخیستنه کړې چې مانا افغانستان تر هغه پیاوړی دی لکه نړۍ چې یې فکر کوي. امریکا ویلي چې موږ په زیاتو زحمتونو، په دوړو او خاورو  او د شپې په تاریکیو کې عملیاتونه تر سره کړل او طالبان مو د بګرام زندان ته راورسول، خو اوس کرزی بېله دې چې پایله یې وسنجوي، هغوی ټول ازاد کړل او بېرته یې هغو ځایونو ته ورسول چې د امریکا پر وړاندې به یې بریدونه کول. د کرزي دغه کارونه د منلو وړ ندي.

د امریکا سیاستوال چې د اوباما پلوي کوي ویلي :((حامد کرزی ددې کال تر اپریل پورې د افغانستان ولسمشر دی. پدې موده کې هغه بل څه په نظر کې نه لري غیر له دې چې د امریکا پرضد ګامونه پورته کړي او په اصطلاح ټول چیني لوښي مات کړي.))

غربي رسني داسې تبصيرې کوي چې بارک اوباما د افغانستان په اړه خپل ټول توان له لاسه ورکړی او نه پوهېږي چې له کرزي سره څه وکړي؟ څه موده مخکې اوباما ویلي و، چې کرزی پخپل دریځ افغانستان په سیاسي ډګر کې لوڅ دروي، خو نن ورځ نړۍ شاهده ده چې افغانستان پرخپل ځای پاتې دی، خو امریکا په سیاسي ډګر بېوسه ولاړه ده. امریکا پوهېږي چې طالبان د پاکستان پر پوله د کال ۲۰۱۴ په پای کې د مارش امر ته انتظار باسي، خو بیا هم په دې اند شوې ده چې نور په افغانستان کې د هغوی پاتې کېدل مفهوم نه لري.

په سویس کې بیا د زوریخ ورځپاڼه پدې اړه لیکي :((د امریکا په تاریخ کې بارک اوباما خرابترین ولسمشر ثابت شو. که څه هم هغه پخپله  لومړۍ دوره کې یې څو مثبت ګامونه ترسره کړل، خو په نړۍ کې یې هره ستراتیژي بې اثره ثابته شوه او د افغانستان په اړه یې سیاست له ناکامۍ سره مخ شو، چې دا به په نړۍ کې د امریکا پر دریځ ناوړه اغېزه وکړي. د امریکا حکومت دومره بېواکه شوی چې له یوه پلوه له افغانستان نه د تړون لاسلیکول غواړي، خو له بله پلوه هغه امنیتي ګرنټي چې ولسمشر کرزی یې غوښتنه کوي، نشي ورکولای.))

څنګه چې د بارک اوباما سیاست د افغانستان په اړه پر ځای په ټپه ولاړ او پر مختګ نه کوي، پنټاګون او سپینه ماڼۍ یې لاجوابه کړې ده. تېره اونۍ د رابرټ کېټس کتاب (ډوټي) خپور شو. ددې کتاب پر متن باندې ټول واشنګټن په خبرو لګیا دی. په دې کتاب کې رابرټ ګېتس د افغانستان په اړه د اوباما سیاست غندلی او د اوباما کمي یې بر ملا کړې ده. دا بیا د اوباما لپاره دویم سیاسي ګزار دی. اروپایي رسنۍ لیکي: اروپا غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په کندهار او مزارشریف کې لس زره عسکر په دې موخه ځای پر ځای کړي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي. خو موږ دا کار بېله امریکا نشو ترسره کولای. اوس چې ګورو امریکا د کرزي پر وړاندې هرڅه له لاسه ورکړي او واک نه لري چې په هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي. مانا داچې که امریکا سرځوړند له افغانستان نه ځان وباسي، موږ هم مجبور یو چې خپل ټول ځواکونه وباسو. څه موده مخکې به نړيوالو فکر کاوه چې که بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان نه ووزي، دافغانستان راتلونکې به څنګه وي؟ خو نن ورځ دا پوښتنه مطرح نه ده، فقط دومره فکر کېږي چې افغانستان کومه پیاوړتیا لري چې د نړۍ سوپر پاور امریکا یې پر شا کړه؟

2 thoughts on “افغانستان امریکا ته تغیر ورکوي”
  1. هر څه چي پېښيږي د دواړو اړخو په تفاهم سره به وي !
    کرزی دشمالي ټلوالي په انډيوالي سره ډير بد نام سياست مدار دی ، نيک نوم ته اړتيا لري ،امريکا آبرومندانه وتلو ته .
    داچي کرزی وايي : ” موږ افغانانو تل د جګړې په ډګر کي برياوي تر لاسه کړيدي، خو دسياست په ډګر کي نه . ما پرېږدئ چي سياست وکم ”

    کرزی به يوه نادره بله هم وکي ،چي ټولي نړۍ ته به سورپرايس(تعجب) وي.
    ب الاخره طاليبان به هم د امريکا دوستان سي ، خو د خپلواک افغانستان په څېره کي.
    امريکا په افغانستان کي ډيوالي سوه ، امريکايي ماليه ورکونکي نور د پردو شخړي نسي تمويلولای او د امريکا حکومت ب الخصوص پنتاګون ،کانګرېس ته قناعت نسي ورکولای ، چي دا
    جګړه ولي دومره اوږده سوه…؟
    د افغانستان جګړه د امريکا د ستراژيستانو د توقع او پېشبيني برعکس ډيره اوږده او تر حد زيات مصرفي سوه .
    د امريکا ، اروپا او استراليا ولسونه نه غواړي چي ځوانان يې په افغانستان کي په پايه جګړه کي د نا معلوم هدف لپاره قرباني کيږي.
    ځکه نو امريکا ابرومندانه وتلو ته ډيره اړتيا لري.

  2. افغانستان ځکه زورور دی چي هیڅ هم نه لري چي دلاسه یې ورکړي، ځکه، یو وخت افغانستان ته د امریکا ولسمشر ایزن هاور راغلی وو، په هوایې میدان کې(کي یې) د عکسونو کامره ورکه سوې ول، نو دی چي کله امریکا ته ولاړی، پوښتنه ځني وسول چي افغانستان څنګه ځای وو؟ ده ورته وویل چي دوولس میلونه ټوله غله دي، یعني تر ټولو په لوړ رتبه ځای کي لا غلا کيږي.
    امریکا کرزي او ټیم ته پیسې او امکانات په لاس ورکړل تر څو داسي ملک جوړ کړي چي هم امریکایان ګټه ځني واخلي او هم افغانستان په نړۍ کي د یو هیواد حیثیت ولري. خو کرزي او ټیم داسي غلاوي وکړې چي امریکا ورته حیرانه سول، اوس امریکا د سره څخه نوري پیسې نه سي مصرفولای ځکه لالهانده ده.
    په دې مابینځ کي تاوان چا وکی؟ په لوی سر کي د افغانستان غریب ملت تاواني سو چي خدای خبر څه وخت به په نړۍ کي اعتباري خلګ سي ، یو ډېر مهم چانس کرزي غله او د کرایې قاتلانو ضایع کړی. لکه د نړۍ نور ډېر ملکونه چي د امریکایانو اقتصادي هټۍ دي، امریکایانو غوښتل چي افغانستان هم د دوی د کارو بار دځاینو څخه یو سي خو د بده مرغه، په غلو افغانانو کي دا کیفیت نه وو موجود چي حلاله خواري وکاږي او یو وخت دونه قوي سي چي امریکا لګولې سرمایه ټوله افغان ملت ته ور وبخښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *