پر اقتصادي سرچينو د بريدونو لړۍ
کابل د بېروت پور ادا کوي
هميم جلالزی/
وړمه شپه د کابل ښار په وزير محمد اکبر خان مېنه کې پر لبناني هوټل بريد له ۲۰۱۰ کاله راهيسې د خپل ډول څلورم بريد دی چې د افغانستان ګرځندوی برخې او اقتصاد ته يې زيان اوړي.
پر لبناني هوټل بريد تر ټولو مخکې هغه بهرنيان وېروي چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي او ورپسې د افغانانو په منځ کې هم د حالاتو په اړه بې باوري ته لمنه وهلای شي.
پر دغه هوټل بريد کې د پيسو د نړيوال صندوق د افغانستان د برخې مشر لبنانی عرب وبيل عبدالله هم وژل شوی دی.
پاکستان په دې توګه دوه ګټې کوي؛ يو دا چې د پيسو پر نړيوال صندوق فشار راوړي چې لاره ور سره يوسي او بله دا چې د افغانستان يوه بله اقتصادي سرچينه يې وچه کړه او ايران بيا لبنان ته وښوده چې په درېيم هېواد کې هم د ايران پر سفارت د بريد غچ اخيستلای شي.
په کابل کې چې اوس بريدونه کېږي نو د سر زيان يې د رسنيو سرټکي وي، په تېره بيا د بهرنيانو د سر زیان چې خپلو ملتونو ته ډېر مهم دي. پر لبناني هوټل چې مې د بريد خبره واورېده، ذهن مې ۲۰۱۰ کال د فبروي اته ويشتمې ته ستون شو. هغه شپه زه د بي بي سي په دفتر کې نوکريوال وم، چې د سهار څه باندې شپږ بجې لومړی موټر بم بريد د نوي ښار د پارک لويدیځ لوري ته پر يوه مېلمستون وشو.
هغه مهال مطلوب کسان هنديان وبلل شول. تردې مخکې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر پر ۲۹مه د کابل په نوي ښار کې په يوه مېلمستون بريد شوی و چې د ملګرو ملتونو د مامورينو په ګډون بهرنيان پکې اوسېدل.
د ۲۰۱۱ کال د جون پر ۲۹مه، په کابل کې يو بل لوی هوټل انټرکانټينيټال په نښه شو. په کابل کې يوازېنی ښکلی دولتي هوټل چې په دې وروستيو کې د عايداتو له پلوه خورا ښه شوی او په خصوصي سکټور کې د سيالۍ جوګه شوی و. دغه هوټل ته تر بريد ډېره موده وروسته ورغلم چې بيا هم پکې يوازې يو څو تنه مېلمانه او د هوټل کارکوونکي ګرځېدل راګرځېدل.
انترکانټنينټال په ۲۰۱۰ کال کې ۱۸۱ ميليونه افغانۍ خالص عايدات لرل چې لا هم مخ پر وده روان و، خو په ۲۰۱۱ کې له بريدونو سره د دې ۵۴ کلن هوټل عايد هم کم شول. پر دې سربېره د هوټل پر بيا رغونې هم ميليونه افغانۍ ولګېدې.
نژدې يو کال وروسته د ۲۰۱۲ کال د جون پر ۲۲مه، د کابل په يوازيني تفريح ځای قرغه کې پر سپوږمۍ رسټورانټ بريد وشو.
زه تر بريد يوازې يو ماښام مخکې په همدغه هوټل کې مېلمه وم، کتل مې چې د کابل ښاريان له کورنيو سره راځي او دلته د څو شېبو لپاره د خپل ژوند ستړياوې هېروې.
ګډه طرحه
تر اوسه پورې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ټولې د کابل د وړمې ورځې د بريد د سر پر زيان راچورلي. په دولتي کچه د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د لسمې امنيتي حوزې مشر له دندې ګوښه کړ.
د دغه بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې په بريد کې يې بهرنيان وژلي دي او د پروان د پېښې غچ اخيستل و. د پيسو نړيوال صندوق يا IMF په يوه ويناپاڼه کې د خپلې ادارې د افغانستان د څانګې د مشر وبيل عبدالله وژنه تاييد کړې ده. ۶۰ کلن عبدالله په خټه لبنانی و او په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د پيسو د نړيوال صندوق د دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی او دلته راغلی و. ښاغلی عبدالله په ۱۹۹۳ کال کې د لبنان له مرکزي بانک څخه د پيسو نړيوال صندوق ته تللی او بيا يې دلته پر بېلا بېلو څوکيو په تېره بيا د منځني ختيځ ماموريتونه کړي وو.
د پيسو د نړيوال صندوق ددغه مشر وژنه تصادفي بلل يو څه د غور وړ خبره ده. د ستونزې جرړه بيا هم له پاکستان پيلېږي او هغه هم له ۲۰۱۰ کاله چې د پيسو نړيوال صندوق له ډېرو مرستو وروسته پاکستان ته ګواښونه وکړل. دوی پر هغه هېواد فشار راوړ چې د پيسو په لګښت کې احتياط وکړي چې مخ پر ځوړ اقتصاد يې نور زيانمن نه شي. د پيسو د IMF لويه غوښتنه د پيسو د پاړسوب کمول و، خو دغه غوښتنه تراوسه پورې نه يوازې عملي شوې نه ده، بلکې په دې وروستيو کې پاړسوب نور هم زيات دی او پاکستان د لويو نوټونو د چاپ تکل کړی دی. د پاکستان څپڅپانده اقتصاد نور هم څپڅپانده کېدونکی دی او اندېښنه دا ده چې د زمبابوې پر پلونو روان نه شي.
په روانه جنوري مياشت کې يو ځل بيا د پاکستان د اقتصادي چارواکو په تېره بيا د پاکستان د مرکزي بانک او د پيسو د نړيوال صندوق لانجه راغله. د پيسو نړيوال صندوق د پاکستان پر مرکزي بانک له دې کبله فشار راوړ چې د دغه هېواد په ارزي زېرمو کې يې سپما کړې نه ده او اوس يې زېرمې له کښمت سره مخامخ دي.
د پيسو د نړيوال صندوق بله غوښتنه دا ده چې د پاکستان مرکزي بانک د پيسو د پاړسوب په راکمولو کې جدي ګامونه واخلي. خو پاکستان ددې ټولو پر ځای له طالبانو سره د جګړې او د برېښنا د نشتوالي د ستونزو د هواري لپاره د پيسو له نړيو��ل صندوق څخه نورې مرستې غواړي.
دوه نښې
په افغانستان کې پر اقتصادي سرچينو باندې بريدونه له تېرو څو کلونو راهيسې روان دي او هر ځل د بريدو کوونکو پل تر پاکستانه پورې رسېږي. افغانستان د پاکستان لپاره مهم مارکېټ دی او پاکستان نه غواړي چې دغه مارکېټ په هېڅ ډول له لاسه ورکړي. پاکستان دلته له اقتصادي ودې څخه په وېره کې دی او طبعاً دلته د نورو بهرنيانو پانګونې هم زغملای نه شي. دوی غواړي د افغانستان له سياسته تر اقتصاده هرڅه يرغمل کړي.
د روان کال د جنوري پر لسمه پاکستان اعلان وکړ چې له دې وروسته به افغان سوداګرو ته يوازې په ډالرو باندې توکي ورکوي. دغه پرېکړه هم د پاکستانيو پيسو د ټيټ اعتبار او د افغانستان له اقتصادي ودې څخه د وېرې له کبله شوې ده. د هوټلونو، بندونو، ترانسپورټ او ټرانيزيټ په څېر مهمې اقتصادي سرچينې تل د پاکستان له لوري له ګواښ سره مخامخ دي. ددې تر څنګ يې د افغانستان سوداګر او کاروباري طبقه هم و وېروله او مهمه دا چې هغه بهرنيان يې هم و وېرول چې په افغانستان کې يا د هوټلونو او يا نورو برخو کې پانګونې کوي.
پر لبناني هوټل باندې بريد د پاکستان لپاره اقتصادي خو د ايران لپاره سياسي ارزښت لري. د ۲۰۱۳ کال د نومبر پر ۱۹ د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د ايران د سفارت مخکې چاودنې وشوې چې د شپږو ايرانيانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه پکې و وژل شول. ايرانيانو وويل چې بريد د القاعده ډلې د يوه سعودي غړي ماجد الماجد په مشرۍ شوی و. دغه کس بيا د روان کال د جنوري پر څلورمه مړ شو.
ظاهراً ايرانيانو دا بريدونه د القاعده کار وباله خو غير رسمي رسنيو يې پړه پر سعودي ور واچوله چې دوی ورته د ال سعود وهابيان وايي. د سعودي او ايران اړيکي د مذهب پر بنسټ خړ پړ دي. سعودي ځان د اسلامي نړۍ رهبر ګڼي او ايران هم د شيعه مذهب پراختيا ته د کار کولو تر څنګ داسلامي نړۍ د مشر او يا لږ تر لږه د سعودي د سيال او يوه مهم هېواد داعيه لري.
پر لبناني هوټل باندې بريد کې د ايران لاس هم ښکاري. وبيل عبدالله د لبنان وګړی عرب او د پيسو د نړيوال صندوق ځايي مشر و. ايران په دې وېره کې دی چې له لبنان يې د سعودي د مرستو له کبله له ګوتو وځي. دې ټولو ته په کتو سره پر لبناني هوټل بريد او بيا پر داسې شپه باندې چې د پيسو د نړيوال صندوق لبنانی عرب مشر هم پکې ناست دی له دې پرته بله مانا نه لري چې پاکستان د پيسو نړيوال صندوق ته د خطر زنګ وکړنګاوه چې بايد لاره ورسره يوسي، ځکه بيا به هم د بريدګرو پل تر پاکستانه رسېږي او پاکستان به د هغوی د کابو کولو په نوم مرسته او پور اخلي. ايران بيا لبنان ته وښوده چې که په بېروت کې د ايران سفارت ته څېرمه بريد کېږي او يا د ايران په پرتله له سعودي سره نژدې کېږي نو دوی يې له لبنانه د باندې اهداف په نښه کولای شي.
له محور ورځپاڼې په مننې