یوازې د ولس زړه په لاس کې اخستل پر ولس د واکمنۍ زمینه برابرولى شي.
د هرات چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو د علي سينا د تښتونې او وژنې په تور یو تن په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د صحرايي محکمې له لوري اعدام کړى دى.
د هرات یوه ځايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی، رسنيو ته ويلي، چې د سينا تښتونکى او وژونکى کمال د طالبانو له خوا اعدام شوى دى.
د سرچينې په خبره، د اته کلن علي سينا د تښتونې او وژنې په تور پوليسو ٢١ کسه نيولي وو، خو کمال په تېښته بريالى شوى او وسله والو طالبانو ته يې ځان سپارلى و.
علي سينا د هرات ښار د يو سوداګر زوى و، چې شاوخوا يو کال مخکې د سوداګر د شخصي ساتونکو په ملګرتيا وتښتول شو او تر تښتونې يوه مياشت وروسته يې مړى وموندل شو.
د پوليسو له لوري په نيول شوو ٢١ کسانو کې د انجيل ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان هم شامل و، د ولسمشر د فرمان له مخې له يادو ٢١ کسانو درې تنه يې تېره مياشت اعدام شول او نورو ته يې له شپږو تر شلو کلونو د بند سزا ورکړل شوې.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم دا منلې، چې د علي سينا وژونکى کمال د عبدالغفور زوى يې تېره ورځ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د خلکو په مخ کې اعدام کړ.
له دې وړاندې طالبانو د ډېری داسې کسانو سرونه پرې کړي ول او یا یې اعدام کړي ول، چې د عامو افغانانو غصه يې ځکه را پارولې وه، چې هېڅ ګناه یې نه درلوده.
طالبانو حتی د محصلینو، ډاکټرانو، انجنيرانو او نورو ملکي وګړو له سر غوڅولو هم دریغ نه و کړی؛ خو په کندهار کې د وروستیو دوو کسانو د سر پرېکونې پېښه یې غندلې او ویلي يې دي، چې دوی له یوې مودې راهیسې د افغانانو د سر پرېکول بند کړي دي.
د علي سینا وژنې په کور دننه او د باندې ګڼې اندېښنې را وپارولې او ټولو خلکو یې د قاتلینو د اعدام غوښتنه کوله. که څه هم چې ولسمشر درې تنه په دې تور اعدام کړل، خو کمال په تېښته بریالی شو.
خلکو په طالبانو له دې امله نیوکه کوله، چې ګویا د سینا قاتل، کمال يې په خپله غېږ کې ساتلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې حکومت یې اعدام کړي؛ خو دا چې طالبانو په خپله نوموړی اعدام کړ، د خلکو د خوښۍ لامل شو.
افغان حکومت هڅه کوله چې کمال هم په سزا ورسوي؛ خو طالبانو ته يې پناه وړې وه. که چېرې له هرې پېښې سره حکومت په وخت او لازم چلن کړی وای، کېدای شي په تېرو څو کلونو کې د پېښو ګراف را کم شوی وای؛ خو حکومت په هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې د پراخو لاریونونو وروسته اړ شو، چې د سینا د قاتلینو پر وړاندې اقدام وکړي.
که چېرې له هرې پېښې سره حکومت په وخت چلن وکړي او هغه کسان چې له حکومته تښتي او وسله والو طالبانو ته ورځي هغوی یې هم د کمال په شان په سزا ورسوي بې له شکه چې د پېښو په مخنيوي کې اغېزمن تمامېږي.
دغه ډول به پر حکومت هم د خلکو باور زیات شي او د طالبانو پر وړاندې به یې هم هغه ذهینت بدل شي، چې ګواکې هم بېګناه افغانان په بې رحمانه ډول وژني او هم يې نورو قاتلينو او مجرمينو ته په خپله غېږ كې پناه وركوي.
که څه هم چې ټولې ښکېلې خواوې واک ته د رسېدو لپاره د جګړې لاره اختیار کړې؛ خو د ولس لپاره کار کول او د ولس د زړه په لاس کې اخستل یې واک ته د رسېدو ښه لاره ده. که چېرې حکومت په سمه توګه خدمات وړاندې کړي وای، فساد، بې عدالتي او نا امني يې ورک کړي وای، قانون یې پلی او عدالت یې تامین کړی وای، بې له شکه چې ټول خلک به په یوه خوله د خپل حکومت او دولت تر شا درېدلي وای.
دغه راز که چېرې طالبانو هم په تېرو یوولسو یا دولسو کلونو کې پر ولس د خپل ټوپک شپېلۍ نه وای راښکته کړې، د بې ګناه خلکو د وژنې، د ښوونځیو د سوځولو، د کلنیکونو د تړلو او د نورو ټولنیزو چارو مخه یې نه وای نیولې او د مخنيوي پر ځای یې ورسره مرسته کړې وای؛ نو د ولس په زړه کې به یې ځای موندلای وای او لېوالتیا به یې ورسره زیاته شوې وای.
که چېرې طالبان او د حکومت نورو وسله والو مخالفو ډلو د جګړې پرځای واک ته د رسېدو لپاره خلکو ته د خدمت کولو، د مظلوم د لاسنیوي او د ظالم پر وړاندې د اقدام کولو سیاست خپل کړی وای، اوس به پر ولس حاکمان وای او کله چې واک ته رسېدلي وای هر ډول نظام یې چې غوښته پلى یې کړي، خلکو به یې ملاتړ کاوه.
خو له بده مرغه په تېرو یوولسو کلونو کې د هر لوري اشخاصو او واكمنو د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر ولس قرباني کړ. اوس هم که ټول ښکېل اړخونه ولس ته د چوپړ کولو له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو هڅه وکړي او د هر هغه ظالم پر وړاندې چې ولس او هېواد ته زیان رسوي ودرېږي، د خلکو له پوره ملاتړه به برخمن شي، که نه پر دې ولس د زور او تحمیل له لارې هيڅوک بریا ته نشي رسېدای. خدمتګار ورځپاڼه