د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي په کابل کې د وروستي خونړي بريد په تړاو د پوليسو د درېيو عالي رتبه چارواکو دندې وځنډولې. په هغه بريد کې ٢١ کسان ووژل شول، چې بهرنيان هم په کې شامل وو.
د کابل د لسمې حوزې مشر، د جنايي تحقيقاتو مشر او د پوليسو يو بل قوماندان په دنده کې د غفلت له کبله پر کور کښېنول.
د باختر اطلاعاتي اژانس د دغو کسانو نومونه نه دي افشا کړي.
محمد عمر داودزي پرون وويل د دغو کسانو وظيفې ځکه وځنډول شوې، چې دوى په وظيفه کې غفلت کړى او يوه ډله ځان وژونکي وتوانېدل په وزير محمد اکبرخان مېنه کې پر يوه لبناني رستورانت بريد وکړي.
د ولايتونو امنيه قوماندانانو ته په خبرو کې ښاغلي داودزي ويلي، د دغو درېيو پوليس مشرانو د غفلت او ناغېړي په اړه به څېړنه وکړي.
دې وروستي بريد نه يوازې په افغانستان کې دننه بلکې له افغانستانه بهر هم د افغانستان د نازک امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.
جنابه اول خو دې باید خپله دنده ځنډولې وای استعفا دې کړې وای بیا دې د هغه سالنګي مرستیال چې یو وخت په سالنګ او کلکانو کې مسافرینو موټرو ته لار نیوله ، شار خربوزه خو همدې ته وایي. هههه ههههه هههه