ولسمشر حامد کرزى وايي له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره د افغانستان شرط د افغانانو د وژنو مخنيوى، عملاً د سولې پروسې پيل او د خلکو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو د عملياتو درول دي. ده وويل تر هغو چې په دې برخه کې عملي اقدامات ونه شي، له امريکا سره به امنيتي او دفاعي تړون لاسليک نه شي.
ولسمشر حامد کرزي دغه خبرې نن په هغه غونډه کې وکړې، چې پروان ولايت ته ورغلي هيئت په کې د خپلو څېړنو نتايج اعلانول.
دغه هيئت تېره اوونۍ د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ د څرنګوالي په اړه د څېړنې لپاره دغه ولايت ته لېږل شوى و.
د هيئت په راپور کې ويل شوي چې د سياه ګرد ولسوالۍ په وازغر دره او سرخي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بمبارۍ
١٢ تنه ملکيان وژلي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او ٤ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
تر دې مخکې دغه هيئت د وژل شويو ملکيانو شمېر له ١٤ تر ١٧ پورې ښوولى و.
بهرنيو ځواکونو ويلي چې دغه عمليات يې د افغان قواوو په همکارۍ کړې دي او په دې بمبارۍ کې يې د ملکيانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.
ولسمشر حامد کرزي دغه حمله په کلکه غندلې ده.