د افغانستان امنيت شورا چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ يې نن (يکشنبه) غونډه وکړه، بهرنۍ استخباراتي ادارې په کابل کې پر يوه رستورانت په وروستۍ حمله کې په لاس لرلو تورنې کړې.

وخت ناوخت د افغان چارواکو مقصد پاکستان وي، چې ګواکې اکثره حملې د وسلوالو طالبانو يا هم حقاني شبکې په مرسته ترسره کوي.

امنيت شورا وايي دغه ډول پېچلې حملې د عادي طالبانو کار نه دى او له شک پرته چې بهرني استخبارات په دغه ډول خونړيو بريدونو کې لاس لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان او ايران دواړو نن (يکشنبې) دغه حمله وغندله او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

پاکستان د طالبانو د رژيم له عمده ملاتړکوونکو څڅه و، افغان چارواکي شک لري چې دغه هېواد به ښايي لا هم له طالبانو سره اړيکې لري.

وسلوالو طالبانو د جمعې د ورځې د حملې مسووليت منلى دى. په هغه حمله کې ٢١ کسان وژل شوي، چې ١٣ تنه يې بهرنيان دي.

په وژل شويو کې ښځې هم شاملې دي.

5 thoughts on “افغانستان وايي د کابل په وروستۍ حمله کې بهرني استخبارات لاس لري”
  1. طالبان به حتما داسی حملی منی او مسوولیت به یی په غاړه اخلی ، ځکه کوم کار چی د اسلام ، پښتونولی او انسانیت پر ضد وی ، هغه دوی کوی.

  2. دوی به دلته حتما د خپل بادار یعنی د پاکستان په کوم دیپلوماتیک موټر کی راوړل شوی وی او دغه ځای خو شیطان ته هم نه وو معلوم او یواځی د انګریز حرامیانو لیدلی وو چی خرمرګی یی دلته راوستل او له ځانونو سره یی نور هم په وینو ورنګول. ملی امنیت باید نور د پاکستان هر موټر تر تعقیب لاندی ونیسی .

  3. ټول حملی دبهر نه سازماندهی کیږي

    خوزمینه تااو ستا فاسیدی اداری ورته برابره کړه

    کرزی صیب که دا ستا فاسده اداره وه دتل لپاره

    به وطن سوځی
    که یی نه منی یو لک ډالر راکه چی په ارګ کی دی چاودنه وسی با وجدان وطن دوست ته کار

    نه ورکوی وظیفی خر څوی

  4. پاکستان خو د هند دښمن هم دی، همداشان امريکا د ايران دښمن دی خو هغوی ولي هلته يو پر بل داسي په خلاص لاس حملي نشي کولی لکه په افغانستان کې چې يې کوي؟ که په رښتيا هم د افغانستان مشرتابه او د امنيت شورا غواړي چې په هيواد کې امنيت او ثبات ټينګ شي نو لومړی بايد په اداره او کوردننه کې د لستوڼو د پټو مارانو، جاسوسانو او مفسدينو چاره وکړي، ځکه چې همدا منافقين د دولت په منځ کې د دولت د ټينګښت او پرمختګ په وړاندي په مختلفو اشکالو جنګيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *