ارشاد رغاند/
دا مې د فوټبال یا بلې لوبې له نېږدې د بشپړې نندارې لومړنی شوق و، د کابل په عمومي رسمي فوټبال لوبغالي کې د کابل فوټبال لوبډلې سره د جنوبي ولایتونو د لوبډلې د لوبې لیدو ته ورغلم، هغه هم د یوې وعدې د پوره کولو د مسولیت په خاطر.
یوې رسنیزې ادارې سره مې دنده وه، دوی په ملي کچه د فوټبال غوره لیګ د سیالیو پوره خبري کوښښ کاوه، له لوبې څخه څو ورځې وړاندې لوبغاړي کابل ته راغلي وو، دفترله فوټبال مسولینو سره د لوبې د ښه پوښښ په خاطرد خبرو دنده راکړه، مسولینو د کابل یو ښکلی هوټل وښود، چې پکې لیدای شوو.
په هوټل کې د بېلا بېلو ولایتونو له فوټبال لوبغاړو سره هم لیدل وشول، د غربي ولایتونو، شمالي، مرکزي، جنوبي او ختیزو.
د ختیزو ولایتونو ځینې لوبغاړي مې اشنایان وو، تمه یې وه چې زیات وخت به ورسره ایسار او د بریالیتوب ډاډګیرنې به ورکړم، د عام وطني مطنق مطابق باید هم داسې شوي وای، خو زه د جنوبي ولایتونو په خاص ډول د کندهاري لوبغاړوخبرو، عزم او روحیې دومره جذب کړی وم، چې ننګرهاري ملګرو ته رانه د ناشناخته ګۍ احساس ورکړل شو.
د کندهار لوبغاړو سره مې د هغه ځای د وضعیت خبره وکړه، ګیله من خو هیله من وو اکثره، ویل یې امنیت به ښه شي، دوی که ښه امکانات، پاملرنه او نور امتیازات یې هم نه دي نصیب، بیا هم د دغه لیګ سیالۍ به ګټي.
خبرې یې یوازې ادعاوې نه وې، په سترګو او څېرو کې يې د یوې ناتعریفې او ظالمې جګړې د ژورو منفي اغېزو او غربت ځپلي ژوند د کیسې ترڅنګ د یوې ګټونکې ارادې، سختې خوارۍ او کندهارۍ مستۍ رندانه تصویرونه ښکاریدل.
دوی سره مې تر پلان شوي وخت زیاتې خبرې وکړې، هرې جملې یې داسې خوند راکوه او داسې مې تعبیروه، لکه راته وایي چې: موږ د وطنپالنې پر نوي تعریف عمل کوو، له بدمرغې جګړې زړه توري یوو، نړۍ ته وایوو، چې ستاسې دا ناروا لوبه زموږ د ځینو هوس ځپلو په وسیله پخپلو پښو او د فوټبال په توپ لوبولو ناکاموو، نور له خپلې تاریخي سیمې سره چې د مستانه او آسوده ژوند، ځوانمردۍ او خرابات کیسې یې لاژوندۍ دي، په یو او بل نوم د وژنو خبر خپرېدل نه غواړي.
ماته د افغانستان په سیاسي برخلیک کې د یوه مهم نقش لرونکي ولایت دغو څو زلمیو استازو د ټولو افغانانو د ملي وطن جوړونکې ارادې استازي کوونکي ښکاره شول، څومره هیلې، ارمانونه او توقعات مې ورته پیدا شول، هغه ورځ په ایمان چې نه هېریدونکې ورځ وه، په ټلویزونونو کې د کندهار له خپریدونکو تصویرونو سره دغې صحنې زیات توپېر درلود.
کندهاري ځوان د نورو جګړه ځپلو سیمو د خلکو په شان په لاس د ټوپک د میل خوله نه لمسوله او افتخاریې نه پرې کوه، سپین توپ یې پکې نیولی و، منظم ورزشي لباس، ښکلې سلیقې، دنګې غاړې او په څېره کې څرګندې ارادې یې په ځوانمردۍ د فوټبال لوی میدان ته د ورتلو او ګټې پیغام درلود.
دې ځوانانو هر یوه پر خپلو مټو اکتفا لرله، خپله انرژي یې د خپلې لوبډلې او سیمې د نوم لوړۍ او بیا که ورته په ملي کچه فرصت برابر شوی وای، د هېواد د نوم ښه کولو لپاره په سپین میدان ثابتوله، دوی د جګړې پر پردي او تپل شوي انتخاب باور نه درلود، له دې لویه خوښي څه کېدای شي، دا خوښي تاسې خپله تصورکړئ، چې د روانې لویې لوبې خلاف خلکو ته څومره خوند او هیلې ورکوي؟
دا هیلې بې ځایه نه شوې، کندهاریو لوبغاړو وعده رانه واخیسته، چې یوه لوبه به یې خپله هم خامخا له نېږدې ګورم، له ورزشي نندارو سره مې نوره دومره علاقه نه وه، خو د دغو ویاړلو ځوانانو نندارې ته ورغلم، د فوټبال د غوره لیګ دغه سیالۍ له کابل سره د کندهاري لوبغاړو له لوبې څخه پیل شوې، د کابل او کندهار شرایط او امکانات چې مې مقایسه کول او د لوبې په میدان کې مې د کندهاري لوبغاړو بریالۍ څېره لیده، باور نه راته.
کندهار بالاخره د زرګونه نندارچیانو په حضور کې لومړنۍ لوبه وګټله، څومره ښکلي احساسات وو، چې چا د ملي بیرغ په رپولو، چا د چیغو نارو او چا چک چکو په وسیله ښوده، جغرافیوي اړیکې، سلیقې او نور ټول معیارونه دلته باطل وو، نېږدې ټولو نندارچیانو د لویې لوبې د یوه زیات مظلوم قرباني په توګه د کندهار دغه ویاړمن بری نمانځه.
دغه بري او حالت تردې د لا زیاتو ښو لاسته راوړنو هیلې او خوبونه را باندې وټوکول، خو چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر فوټبال لوبغاړو د یوه راکټي برید له پېښې خبرشوم، د دغو هیلو او خوبونو یوه برخه یې راوځپله.
سودا مې شوه، چې د لویې لوبې وړو لوبغاړو او تطبیقونکو لکه چې دا خوښۍ هم راته ونه زغملې، لکه چې دا خوښۍ او خوبونه هم په ویر بدلول غواړي.
حیران یم، چې دا څه لوبه ده، د جومات ملا امام، د قوم مشر، معلم، ډاکتر، عسکر او د هر قشرخلک د لوبې قربانیان دي، هېڅ طرفته د ژوند کولو برائت نه ورکول کېږي، سهار چې له کوره وځې تر ماښامه د ژوندي راتلو هیله کمه ده، باید د چاودنې، راکټ، بمبار او نورو مصیبتونو له وېرې د اباسین بریال د یوې لیکنې په استناد د کورنۍ هر غړی له کوره وتو سره داسې وګورې، لکه دا چې دې ورسره وروستۍ لیدنه وي.
دا لوبه ختمول غواړي، خو اول یې شناخت له هر څه مهم دی، باید پوه شوو، څوک د څه لپاره څه غواړي، موږ ورسره څه په څنګه لاره وکړو، زموږ همېشنی عکس العملي انتخاب ټوپک به په دې کې موثر نقش ونه لري، راځئ په دې مسلو لږ ژور فکر وکړو.
له محور ورځپاڼې په مننې