/سر چینه: بي بي سي / ژباړه: احمدالله رحماني
پاکستانی سیاسي تحلیلوونکی په دې اند دی چې د امنیتي تړون پرځای په افغانستان کې د ټاکنو پایله لومړۍ درجه اهمیت لري. د افغانستان او امریکا ترمېنځ پردې موضوع خبرې روانې دي چې کوم وخت او په کومو شرطونو به امنیتي تړون لاسلیک شي. احمد رشید، پاکستانی لیکوال، داسې دلیل وړاندې کوي چې د امنیتي تړون پرسر ناندریو تردې زیاتو مهمو موضوعګانو څخه توجه اړولې ده. د افغانستان په راتلونکي کې ثبات تر هرڅه مهمه موضوع ده.
هېڅوک په اطمینان نشي ویلی چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به په افغانستان کې څه پېښ شي. ګومانونه زیات کېږي او د خلکو په ذهنونو کې بېلا بېلې احتمالي صحنې ور ګرځي. د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه نیولې بیا د خوست تر غرونو پورې ټول په دې موضوع فکر کوي.
په اوسني حالت کې نظامي لېږد او د امریکایي ځواکونو شتون په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کابل او واشنګټن زیات مشغول کړي. خو ددې مسلې لپاره به د حل لاره په اسانه و موندل شي. نورې مسلې هم چې ډېرې مهمې دي، په افغانستان کې شته دي.
حیاتي مسله:
تر ټولو چې ډېره مهمه او د افغانستان لپاره حیاتي مسله ده هغه په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې سیاسي لېږد دی. آیا په راتلونکي اپریل کې به ټاکنې تر یو اندازې ازادې او منصفانه ترسره شي چې په پایله کې یې یو مشروع حکومت د ټولو په خوښه رامېنځ ته شي؟
کوم وخت چې د افغانستان پر ټاکنو خبرې کوو، باید ډېر احتیاط وکړو، دا ځکه چې په افغانستان کې سیاسي ثبات په همدې ټاکنو پورې اړوند دی. د طالبانو په زور، د هغوی په بریدونو او یا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایي ځواکونو په شمېر پورې دومره زیات ارتباط نه لري.
ولسمشر کرزی چي پخپله ځان ټاکنو ته نه شي نومولی، بېله شکه به د خپلې خوښې نوماند ملاتړ وکړي. ښاغلی کرزی به له داسې یوه نوماند نه ملاتړ وکړي چې دده او دده د کورنۍ امنیت وساتي او د هغوی د فساد تورونه پټ کړي.
داسې ګومان کېږي چې ښاغلی کرزی به د خپل ورور قیوم کرزي او یا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر زلمي رسول ملاتړ وکړي.
ستونزه داده چې د کال ۲۰۰۹ ټاکنې په هغه لوړه کچه په درغلیو لړلې وې چې افغانستان یې تقریباً کورنیو جګړو ته نېږدې کړی وو. له همدې کبله به د ۲۰۱۴ کال ټاکنې دومره زیات د اعتبار وړ ونه ګرځي. که په دې ټاکنو کې د ۲۰۰۹ کال په نیمایي درغلۍ وشي، د افغانستان د سیاسي ثبات امیدونه په اوبو لاهو کېدای شي.
د زور او فشار وسیلې:
ډېره د اهمیت وړ خبره داده چې ښاغلی کرزی به کوم رول ولوبوي. هغه د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د رایو په ډېروالي بریالی شو، خو تر هرځای زیاتې درغلۍ هم په همدې سیمه کې ترسره شوې.غربیان د زور او فشار لپاره هېڅ وسیله په لاس کې نه لري چې په هغه دې اوسنی رژیم قانع کړي. ګومان نه کېږي چې غربیان دې خپلې بشري مرستې د زور او فشار آلې په شکل وکاروي.
په تېرو ۲ کلونو کې لویه تېروتنه داوه چې ملګرو ملتونو، امریکا، ناټو او نورو غربي کړیو د افغانستان د ټاکنو د بهیر په اړه خپل ټول امکانات له لاسه ورکړل.
اقتصادي لېږد:
افغانستان کې د اقتصادي لېږد لپاره هم یوه منظمه طرحه شتون نه لري. پردې سربېره چې د ۲۰۰۱ کال څخه راپدېخوا په افغانستان کې نېږدې۱۰۰میلیاره ډالره د ټولنیز چوپړ لپاره لګېدلي دي، بیا هم غرب و نشوای کولای افغانستان کې یو بنسټیز اقتصاد رامېنځ ته کړي، څو د ځوان پوړ لپاره د کار او د دولت لپاره د پیسو د لاسته راوړلو امکانات برابر شي.
په زرګونو ډیموکراسۍ پلوه افغانان چې لوړې زده کړي یې کړي او له بهرنیو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی، بې برخلیکه پاتي. ددې کسانو زیات شمېر به له هېواده وتښتي او په ناقانونه توګه به په پردیو هېوادونو کې پناه غوښتونکي شي.
د کابل او واشنګټن له خوا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصادي ګډوډیو او د بهرنیو مرستو د کمېدو په اړه هېڅ توجه نه ده شوې.
امریکا او ناټو ژمنه کړې چې په کال کې به ۸ میلیارده ډالره د افغانستان نظامي ځواکونو ته ورکوي. دې موضوع ته په توجه چې په امریکا او اروپا کې نور څوک په افغانستان د پیسو لګولو لیواله نه دي، په خاصه توګه هغه وخت چې که کورنۍ جګړې دوام وکړي، نو د افغانستان اقتصاد به په یوه کال کې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.
سوله:
د سیمي د لېږد لپاره هم پوره توجه نده شوې. مانا داچې په دیپلوماتیکه توګه د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، چین، د منځنۍ آسیا جمهوریتونه، هندوستان، روسیه او سعودي عربستان د قناعت لپاره چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، هېڅ کار ندی شوی. له دې هېوادونو سره خبرې نه دي شوې چې بیا د ۹۰ کلونو په شان جنګسالارانو ته وسلې او پیسې ور نکړي.
ددې ټولو کړنو ترمخه له طالبانو سره سوله چې هغوی سیاسي نظام ته را وبولي، ضروري ده. که تر ټاکنو وروسته داسې یو کس ولسمشر شي چې په هغه د طالبانو اعتماد وي، کېدای شي چې د سولې خبرې بیا پيل شي، خو دلته یوه پوښتنه را ولاړېږي چې آیا امریکا او ناټو به د داسې خبرو ملاتړ وکړي او که نه؟
که پر داسې مهمو مسلو اوس لا د ښاغلي کرزي سره خبرې ونه شي، کېدای شي چې د افغانستان لپاره ویرونکې پایلې ولري. که ټاکنې په درغلیو ککړې وي او له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکړل شي، نو په افغانستان کې به په زرهاوو کسان و وژل شي، په زرګونو کسان به پردویو هېوادونو ته پناه یوسي او تروریستي ګروپونه به بیا افغانستان ته راستانه شي. نړیوال به بیا افغانستان کې مداخله ونه کړي او ګاونډي هېوادونه به د کنټرول په موخه جنګسالارانو ته بیا وسلي او پیسې ورکړي. اوس چې امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وزي، د ستونزو د پوره را برسېره کولو په موخه د افغانستان لپاره یوه نا پېیلي سوله کوونکي کس ته اړتیا شته چې له ټولو اړخونو سره د منلو یوې وړ پایلې ته ورسېږي. دا دنده کېدای شي چې ملګري ملتونه، د اروپا ټولنه او یا بې طرفه هېوادونه لکه المان یا ناروې پرغاړه واخلي.