په پام کې ده د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې يو ملکي هوايي ډګر جوړ شي. تر دې مخکې د دې ولايت اوسېدونکو شکايت کاوه، چې بهرنيو په ځانګړي توګه حج ته په تګ کې ستونزې لري.

د جلال اباد له اوسني هوايي ډګر څخه تر ډېره د پوځي اهدافو لپاره استفاده کېږي.

د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدلزي ویلي،چې مرکزي دولت هغه غوښتنه منلې،چې په ننګرهار ملکي هوايي ډګر جوړ شي.

نوموړی وايي په همدې موخه د هېواد د هوايي چلند خپلواکې ادارې یو پلاوی ننګرهار ته راغلی،ترڅو هوايي ډګر لپاره مناسبه ځمکه غوره کړي.

د عبدالزي په خبره ولایتي ادارې ورته د سولوزو په نامه یوه لویه دښته،چې شاوخوا پینځه نیم زره جریبه اټکل شوې ده انتخاب کړې.

دا دښتنه د چپرهار ولسوالۍ اړوند سیمه ده.

د ویلو ده،چې د ننګرهار پخوانۍ هوايي ډګر اوس مهال د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دی او د نظامي فعالیتونو په توګه ترې ګټه پورته کیږي.

One thought on “په ننګرهار کې يو ملکي هوايي ډګر جوړېږي”
  1. ډیرښه زیری ده خدای ج د وکړی چی پلی شی او سرته ورسیږی ترڅوزمونږ ګران هیوادوال ترینه ګټه پورته کړی
    بیا هم ډیر ښه زیری
    د تاند ویبپاڼی څخه ډیره مننه چی خپلوهیوادوالوته ددوی په ژبه او دوی په خوښه خدومتونه وړاندی کوی
    مصطفی له کابل څخه

ځواب دلته پرېږدئ