په ماشومتوب کې ډېر شوخ وم. هر نادوده کار ته به مې فکر و، د کليوال لالا منډه او وېره به مې هېره نشي. اوس مې هم چې په ياد شي، له خندا شين شم.
په کليو کې لا تر اوسه هم دا رواج شته، مړی چې وشي، يوازې یې نه پرېږدي، دوه یا درې کسان ټوله شپه او ورځ ورسره ناست وي.
ښه مې په یاد دي، زموږ په کلي کې هم يو سپين ږيری مړ شوی و، خدای پاک یې دې غرق رحمت کړي، په کور کې یې یوه کوټه درلوده، په هغه کې یې ماشومان وو، نو له دې امله یې د مسجد د اور بلولو په کوټه کې په چپرکټ کې اېښی و.
ماښام شو، زه او د کلي يو بل سپين ږيری د شپې د کېناستو لپاره ورته وټاکل شوو. شپې هم اوږدې وې، زه او کليوال مې د مړي له چپرکټ لږ وړاندې ناست يو، ورو ورو وله يو بل سره خبرې کوو.
شپه چې لږ پخه شوه دواړو ته خوب راتلو، خو زه تر خپل سپين ږيري کليوال يو څه ښه وم، هغې ته به مې چې کتل هره دقيقه به يې سر ځوړند تللی و.
ورته ويل مې: لالا لکه چې خوب پسې واخيستې؟
ويل يې، والله ملګريه خوب مې نه پرېږدي، پرون شپه مې هم سترګې نه دي ور وړې، که يو وار نصوار واچوم کېدی شي لږ خوب مې وتښتي.
لالا له جیبه د نصوارو ډبلی را وایست، دوه درې ځله یې په چپ لاس وواهه، ښه يې وښوراوه، نصوار يې واچول، خو زما په اند نصوار یې له بل چا اخيستي و، ځکه ډېر تېز وو، خوب يې ورسره وتښتېد، لږ وخت نه و پرې تېر شوی، چې نصوارو زور پرې راووړ. خبرې يې ګډې وډې شوې، له لاړو په ډکه خوله یې راته وویل:
ته کښېنه زه به بیرون دا نصوار تو کړم، لکه چې ډېر تېز دي پسې وايې خيستم.
ورته ومې ویل:
لالا سمه ده بېغمه ورځه ښه ده یو څه تازه هوا به هم واخلې.
زموږ کلی دولتي برېښنا لري، کوټه ښه رڼا وه، کلیوال مې د نصوارو د تو کولو لپاره ووت، زه په همدې وخت کې د مړي تر چپرکټ لاندې شوم.
له چپرکټ پټ پټ ګورم، لږ وروسته لالا را ننوت، له ځان سره په خبرو دی، په خبرو کې زما نوم اخلي، وايي چې دا څه شو؟ ورکوه يې بيرون به وتلی وي.
بېرته هملته کېناست، لحظه وروسته مې د چپرکټ پښې لږې ټېله کړې، لالا ته مې پټ پټ کتل، د چپرکټ د غچا په اورېدو سره د لالا په څېره کې وېره ښکاره شوه. دواړه پښې يې سره تنګې کړې، چې منډې ته ځان برابر کړي خو یو ځل بیا لږ ځیر شو، زه یوه لحظه آرام وم، خو لږ وروسته مې د مړي خېټه په دواړو لاسونو پورته کړه او بېرته مې خوشې کړه.
دا چې لالا لږ مخکې نصوارو هم پسې اخيستی و، يو دم ودرېد، له خولې يې بې اختیاره ووتل:
بسم الله خدایه خیر کې!
په ما پسې يې په زوره چيغه کړه، څه شوې، چېرته په ځمکه ننوتې!!!
له چیغې وروسته هم لالا ځای په ځای ولاړ وو، د حرکت زړه يې نشوای کولای.
یوه شېبه وروسته مې د چپرکټ د يوې خوا پښې را پورته کړې چې د مړي سر راپورته شو، لالا چې دا حالت ولید، دوې پښې یې خپلې او دوې پردۍ کړې او په يوه ګړندۍ منډه له کوټې ووت.
زه هم ژر را ووتم چې فساد خو وشو، بايد چې مخه يې ونيسم، په منډو منډو کې مې په لالا پسې چیغې کړې.
لالا! لالا! ودرېږه! څه وشول؟ چېرته منډې وهې؟
لالا ودرېد، په کراره یې مخ را واړاوه، په نیولې ساه یې وویل:
اوه، دا ته چېرته وې؟ مړی رالټېدلی، هله راتښته.
لالا مې تر لاس را ونیو، ورته ومې ویل:
هېڅ خبره نشته، دا څه وايي، څه خوب خو به دې نه وي لیدلی؟ زه خو هملته په کوټه کې وم، ما خو هېڅ هم ونه لیدل.
لا لا په حیرانۍ راته وویل:
ته رښتيا وايې؟ آیا ته په کوټه کې وې؟ ما خو ونه لیدلې.
ــ هو هملته وم، ولې؟ ته هم له بيرونه راغلې نصوار دې تو کړي و، لږ کېناستې او بيا دې سمدلاسه منډه کړه.
لالا مسک شو، ویې ويل:
عجیبه ده، ما په خپلو سترګو وليد چې مړي چپرکټ پورته کړ او روان شو او ته وایې چې هېڅ مې هم نه دي لیدلي؟!
مخ مې د کوټې په خوا واړاوه، لالا ته مې وويل:
راځه هېڅ خبره نشته هسې وېرې اخيستی يې، سړی چې وېره واخلي هر څه همداسې ډاروونکي ورته ښکاري.
ویې ويل: ښه نو خدای دې وکړي چې زما تر سترګو داسې شوي وي. نو راځه چې ورشو، دواړه ورغلو او مړي ته کېناستو.
شپه سبا شوه، مړی خښ شو، فاتحه او خيرات يې هم تېر شول، يوه اوونۍ وروسته مې لالا د کلي په يوه کنج کې ودراوه چې بښنه ترې وغواړم.
ورته ومې ویل: لالا ډېره بښنه غواړم په هغه ورځ به ډار شوی وې، هغه فساد ما وکړ، زه تر کټ لاندې شوی وم او کټ مې وښوراوه.
په غوسه شو، مخ راواړاوه.
ځه خدای دې تا غرق کړي په دې کار سره چې تا کړی، ښه شو چې راته ودې ويل کنه زه خو دې له لويې ستونزې سره مخ کړی وم.
په حیرانۍ مې ورنه وپوښتل:
ولې څه ستونزه؟
ویې ویل:
باور دې وشه، چې له همغې شپې نه وروسته يوه شپه هم له وېده کېدو مخکې بيرون يوازې نه یم وتلی، ډارېدم، هره شپه مې مېرمن غريبه راسره وباسم.
(د ولسي شاعر ښاغلي حبيب مظلوميار له ياددښتونو څخه)