! په افشاشوی اسنادو کی ډول ډول موضوعات باندی بحث خو پیغام یوه ده هغه دافغانستان تجزیه ته زمینه سازی ده څو موده مخکی ویکلس ویب پاڼي د امریکا حکومت محرم اسناد افشا کړل په اسنادو کی دترټولو مهمه اسناد هغه اسناد وه چی دولتی لوړ رتبه کسانو د شمالی ټلوالی پسی اړه لری د ریس جمهور یو معاون ده او ۲۵ملیونه دالر اماراتو ته وړی دی خو ریس جمهور داخبر رد کړه او وویل په دی اسناد باور نه لری اویاهم ډیر ځله خپله کرزی په خبری غونډو او په ورستی ځل مشورتی لویه جرګه کی په دی خبر تاکید کاوه چی په تیرو انتخاباتوکی امریکایانو په لوی لاس درغلی کولی او په دی اړه معتر اسناد موجود دی په تیربیا کله چی په قطر کی داسلامی امارت دفتر په رسمی توګه کار پیل کوه کرزی په وازه خله داخبر وکړه چی امریکایان دلته اسلامی جمهوریت او په قطرکی دافغانستان لپاره اسلام امارت جوړکی وه او دطالبانو استازو ته دهیواد بعض سیموسپارلو خبری هم دامریکایی استاذو کړی وی چی دواړو خواه وو یعنی طالبانو او کرزی داخبر نه ومنله . اوبیا له هغه وروسته چې د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس په خپل کتاب کې په ډاګه کړه چې د افغانستان لپاره پخواني ځانګړي استازي رچارډ هالبروک په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د حامد کرزي د ناکامولو هڅه کړې وه په لويدیځي حوزي کي د تیري دورو دټاکنو د دشکایتونو داوریدو کمیسیون مشر ډاکترعبدالرزاق سیفي هم په ډاګه کړه چي په ټاکنو کي د پیټر په نامه یو تن بهرني کمیشنر هرات ته راغلي وو او دهغه 1125 صندوقونو د باطل اعلانيدو هڅه يې کړي ول چي غوڅ اکثریت رايي د حامد کرزي وي. که څه هم هالبروک د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې داسې کړني کړي چې په لويه کې يې د حامد کرزي پر ضد چاري پر مخ وړلي او د هغه د ناکاميدو چاره کيداى سواى ولي دا کار ونه سو.ولسمشر کرزي په بيا بيا ويلي دي چې په افغانستان کې امريکا رسما مداخلي کړي وي او تېري ټاکني يې غوښتل چې له ځنډ، خنډ او ستونزو سره مخ سي. په داسی حال کي په لويدیځ کي د ټاکنو کمیسیون چارواکي د بهرنیو کمیشنرانو د لاس وهني څخه پرده پورته کوي چي څو ورځي مخکي د امریکا پخواني وزیر رابرټ ګېټس په خپل یوه کتاب کي په ډاګه کړې چې بارک اوباما په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د افغانستان لپاره خپل پخواني استازي ريچارډ هالبروک او نورو چارواکو ته لارښوونه وکړه ترڅو د کرزي پر ځای بل بديل ومومي او که د افغانستان اساسي قانون يې پر وړاندې خنډ جوړوي نو اور دي ور پوري کړي. د امريکا د ولسمشر اوباما او کرزي تر منځ بې باوري لا له وړاندي پرته ول کوم چې دا مهال کرزى په بيا بيا وايې دى پر اوباما او اوباما پر ده باور نه لري له دی اسنادو څه موده مخکی عبدالرشیددوستم هم داخبر په ډاګه کړه که له داکتر عبدالله عبدالله سره په راتلونکی ولسمشری ټاکنوکی ملګری شوی وایی افغانستان به تجزیه شوی وه. په دی اړه په څو بهرنی هیوادونو کی تیرشوی غونډي چی په کی وړاندیز شوی وه افغانستان کی باید یو فدرالی نظام رامنخ ته شی تعجب خبر خو دا ده کله چی داغونډ په ورستی ځل د المان په مونیخ ښار کی جوړه شوی وه داسی خارجی اتباع ګډون کړی وه چی افغانستان حکومت په دی تورن کړی وه چی زموږ مخالف وسله وال حمایه کوی او هغویته نقدی پیسی ورکوی چی وروسته بیا افغانستان حکومت نموړی له وطن څخه په زور ولیژل نو له دی اسنادو څخه داسی نتیجه ترلاسه کیداشی چی امریکا غواړی په راتلونکی انتخاباتو کی افغانستان داسی یو ولس مشر ولری چی افغانستان موږ په خپل منځ کی دنور هیوادو په څیر لکه عراق ،سوریه او لبنان هیوادونو په څیر فرقه یی جګړوکی ښکل شی او یاهم تجزیه شی لیکونکی ق/ن نیټه ۱/۲۰/۲۰۱۴ نوټ که دا مقاله په خپل سایټ کی نشر کړی مهربانی به مو وی