په کندز ښار کې لوی واټ د درانه استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونومول شو
د کندز ولایت د مدني او کلتوري ټولنو په وړاندیز او د کندز د والي ښاغلي غلام سخي بغلاني د حکم پر اساس د کندز په ښار کې کندز پوهنتون ته څیرمه ستر واټ د استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونومول شو.
د استاد پسرلي په نوم ددغه ستر واټ د نومولو مراسم نن ماسپښین دوه بجې د کندز د والي غلام سخي بغلاني د کندز ولایت د لیکوالو او شاعرانو او قومي مشرانو او نورو دولتي چارواکو په ګډون تر سره کیږي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت هم په پام کې لري په کابل ښار کې یوه مرکزي لیسه د استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونوموي. چې د نومولو مراسم به یې راتلونکې اوونۍ تر سره شي.
دغه راز د غزني ولایت یو شمیر مدني او کلتوري ټولو او مشرانو وړاندیز کړی چې غزني پوهنتون د استاد پسرلي په نوم ونومول شي.
علم ګل سحر
پسرلی خو ابدي دی، خو اوس هغه واټ هم د ده د نوم سره ابدي شو. ډیر نیک او ښه کار شوی، د دغه کار د ټولو ګډونوالو نه مننه،
ډیرښه کار یی کړی د کندز والی څخه ډیره مننه کوو چی په کندز کی د ارواښاد ښاغلی پسرلی په نوم یو واټ ونموو .د غزنی د خلکوڅخه هم ډیره مننه چی غواړی د پسرلی صاحب په نامه پوهنتون ونوموی اوهمدارنګه د پوهنی وزارت څخه هم مننه کوو چی د کابل په ښار کی یوه ښوونځی دښاغلی پسرلی په نامه ونوموی. خدای ج د څخه نوموړی ته د جنت پیردوست غواړو.
مصطفی له کابل څخه
داچی لیسه یاکوم بل فرهنګی ځای داستاد په نوم شوی وای نوښه به ؤ ځکه پداتیروکلونوکی ډیر واټونه اولاری دځینوکسانو په نومونونومول شوی خویو یی هم په هغه نوم نه یادوی بلکه په مخکینی نوم یی یادوی