زاهد صمدزی/

د هالنډي څېړونکو په عقیده کېدای شي، هغه کسان چې عمر یې لوړ او یا ماشومان په ظاهره مشکل نه لري او پوره روغ ښکاري د وېټامین K له کموالي سره مخ وي. په همدې خاطر د وېټامین K2 لرونکو خوړو کارول د هغو کسانو لپاره چې کمی یې لري، ګټور بلل شوي دي.

باېد پوه شئ، چې د وېټامین K مختلف ډولونه شتون لري. مثلأ: وېټامین K1 په کاهو، ګوبي یا ګلپي، پالکو او نورو کې شته او وېټامین K2 بیا په پنیر او له نورو سربېره یې سره غوښه ښه منبع ده. د یادونې وړ ده، چې وېټامین K د زړه سیستم، خولو او هډوکو لپاره ګټور دي.

په یوه ۱۱۰ کسېزه څېړنه کې، چې موخه یې په ماشومانو او په عمر پخو کسانو کې د وېټامین K انډول معلومول وو، معلومه شوه چې د پخو عمر لرونکو په څېر په ماشومانو کې هم د وېټامين K انډول برابر ندی او باید وویل شي، چې تر ۸۰ سلنې پورې ګډون کوونکو د وېټامین K کموالی درلود.

څېړونکي په دې باور دي، چې د یاد وېټامین کموالی د هډوکو نښلول کمزوري کوي او د بدن نه خوله کېدل هم لوړي، چې دا داوړه د روغتیا لپاره زیان لري. د ډاکترانو په وینا، د وېټامین K جذب د وینې په تولیدي فاکتورونو پورې تړاو لري.

دوۍ په خپلو څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلي، چې په ماشومانو او لویانو کې د یاد وېټامین کموالی هغه کسان لري، چې زیاتره وخت هغه خواړه نه خوري چې K2 وېټامینونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *