په لومړي ځل له پلازمېنې کابل څخه سرحدي ولايت پکتيکا ته ملکي الوتنې پيل شوې، د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې پدې کار سره به د پکتيکاوالو په ژوندانه کې نور ډير پرمختګونه رامينځته شي، نوموړي يو ځل بيا له سکتوري وزارتونو وغوښتل تر څو سرحدي ولايت پکتيکا ته په هره برخه کې پاملرنه زياته کړي

هغه مراسم چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې په پوځي اډه کې جوړ شوي وو، د پکتيکا والي محب الله صميم ، په ملي شوراکې د پکتيکا د خلکو استازو هر يو نارخان ګټوازي، ناجيه بابکرخيل، محمد عثمان رحماني  او د هوايي چلند خپلواکې ادارې مرستيال، د افق شرق هوايي شرکت مشر تر څنګ ګڼ شمير نورو دولتي چارواکو او پکتيکاوالو برخه درلوده

SAM_1560

د افق شرق الوتکې له ناستې وروسته پکتيکا والي محب الله صميم او نورو چارواکو د ښرنې هوايي ډګر د پټۍ په پرېکولو سره پرانست او زياته يې کړه چې د ملکي الوتنو په پيل سره به د پکتيکاوال اقتصادي وده وکړي، سوداګر به خپل مالونه په اسانۍ سره انقالوي او تر څنګ به يې د امنيت په برخه کې مثبت رول ولري

نوموړي يو ځل بيا له سکتوري وزارتونو وغوښتل تر څو سرحدي ولايت پکتيکا ته په هره برخه کې له دې وروسته پاملرنه زياته کړي

دpaktikaairline يادولو ده چې په پکتيکا کې د ايساف هغه لويه پوځي اډه نږدې درې مياشتې وړاندې افغان لوري ته وسپارل شوه چې دوه کيلومتره اوږده په پاخه او اساسي ډول رغول شوي د الوتکو ځغاست ليکه لري چې له دې وروسته به په اونۍ کې يو ځل کابل شرنه الوتنې کيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *