د هرات امنیتي چارواکي وایي چې؛ د وسله والو مخالفانو له خوا درې شپیته تنه تښتول شوي ماین پاکان بېرته راخوشې شول.
د هرات د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر جنرال عبدالحمید حمیدي نن ماښام مهال رسنيو ته وویل چې؛ دا ماین پاکان نن سهار د دې ولایت له پښتون زرغون ولسوالۍ نه تښتول شوي وو او د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې بېرته راخوشې شول.