په څو ورځو کې به امنیتي تړون لاسلیک شي

له ډېره وخته امریکا افغانستان ته اخطارونه ورکوي او وایي چې که امنیتي تړون لاسلیک نه شي خپل ځواکونه به ټول له افغانستانه وباسي . اوس وروسته تر زیاتو ناندریو په دې اړه یو تازه او نوی انکشاف را منځته شوی. که تړون لاسلیک شي او کنه، امریکا په نظر کې لري خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

له لویه سره په نظر کې وه چې امریکا او ناټو به ددې کال تر پایه له افغانستان څخه وزي او د امنیتي تړون په اساس به یو شمېر ځواکونه چې شمېر یې تل د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ زرو په مېنځ کې ښودل کېده، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په هېواد کې پاتې شي. خو پدې وروستیو کې د حالاتو د انکشاف له کبله دا پلانونه تر سوال لاندې راغلي. له یوه پلوه ولسمشر کرزی امنیتي تړون نه لاسلیکوي او له بله پلوه په هېواد کي طالبان په زور کې شوي دي. دې دواړه حالتونو د امریکا نظر اړولی دی.

تردې دمه خو امریکا ویل چې زموږ د ځواکونه پاتې کېدل په امنیتي تړون پورې اړه لري، خو اوس داسې معلومېږي چې که امنیتي تړون لاسلیک هم شي، امریکا به په هر صورت خپل ځواکونه له افغانستان څخه نه وباسي. په خبر کې راغلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن څو مهم دولتي کسان یوې غونډي ته وربللي، څو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لپاره په پراخه پیمانه بودجه اماده کړي. جوبایډن د اوباما په سلا په نظر کې لري، فقظ ۲۰۰۰ عسکر په افغانستان کې د خپلو محدودو نظامي هډو د ساتنې لپاره پرېږدي او د افغانستان په امنیتي چارو کې نور لاسوهنه ونه کړي.

د دوو میاشتو را پدېخوا د امریکا او افغانستان ترمېنځ د امنیتي تړون د مسودې کار تمام شوی دی او لویې جرګې هم د هغې د لاسلیک پرېکړه ولسمشر ته واوروله، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی یې د خپلو شرایطو له وجې نه لاسلیکوي. بېله دې تړون نه امریکا او ناټو په افغانستان کې نشي پاتې کېدای. پایله به یې د هغوی وتل وي.

کارپوهان پدې اند دي چې دا تړون به یا نن یا سبا لاسلیک شي، دا ځکه چې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو ورکړه په دې تړون پورې اړوند ده. خو کار پوهان دا هم وایي چې د ټاکنو د تر سره کولو دمخه د تړون لاسلیک کولو امکانات ډېر کم دي. په نظر کې ده چې ټاکنې به د راتلونکي اپریل په ۵ نېټه ترسره شي.

که راتلونکی ولسمشر تړون لاسلیک هم کړي، امریکا به مجبوره شي چې له افغانستان نه و وزي، دا ځکه چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی او په هېواد کې یې پر بهرنیو ځواکونو مرګني ګوزارونه زیات کړي دي.

د الماني ځواکونو د احصائیې له مخې تېر کال کې د مخالفینو بریدونه پر بهرنیانو د ۲۰۱۲ کال په پرتله  ۳۴ سلنه زیات شوي دي. طالبان سولې ته تیار نه دي او ټینګار کوي چې امریکایان او نور بهرنیان باید افغانستان پرېږدي. د الماني ځواکونو قوماندان ویلي، چې طالبان په کراتو تر ناټو پیاوړي شوي دي.

له بله پلوه د افغانستان د ملي شورا وکیلان وایي، چې په اوسنيو حالاتو کې ټاکنې ترسره کول ناشوني دي، دا ځکه چې د هېواد په سویلي او شرقي برخو کې د ټاکنو صندوقونو ته څوک نه نشي ور تلای. د هېواد په دې برخو کې د طالبانو واک چلېږي او طالبان ټاکنې ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په یوه مرکه وویل چې؛ طالبان به د ایساف ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې واک په لاس کې واخلي. هلمند ولایت لا اوس هم د طالبانو په واک  کې دی. ذبیح الله مجاهد په مرکه کې زیاته کړې چې طالبان به بیا واک ته په راتلو سره خپل دریځ ته تغیر ورنه کړي او داسې به وي لکه له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کلونو پوری چې وو.

ددې ټولو حقیقتونو په نظر کې نیولو سره امریکا او ناټو داسې نظر ته رسېدلي چې په افغانستان  کې د هغوی پاتې کېدل نور مفهوم نه لري او زیار به وباسي چې له طالبانو سره یوې داسې پريکړې ته ورسېږي چې هم د دوی په ګټه وي هم د طالبانو او هم د افغان ولس.

یادونه: دا تبصره د المان (دي ویلت ورځپاڼې  د وال سټریټ په حواله لیکلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *