تاند /۲۲/۰۱/۲۰۱۴په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د واکسیناتورانو د ټیم پر ساتونکو په حمله کې اوو تنه ووژل شول.
د پښتونخوا چارسدې امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي د پولیو واکسین کوونکو د ساتونکو پولیسو د موټر په لاره کې ایښودل شوي بم د شپیږو پولیسو په ګډون اوو تنه وژلي دي .
پولیسو ویلي دي دغه ریمو ټ کنټرول بم نن سهار« چهارشنبه د جنورۍ دوه ویشتممه » د چارسدې په سرډیري سیمه کې په بازار کې شوې.
په دې حمله کې د پولیو وکسیناتورانو ته کوم تاوان نه دی رسیدلی.
دا په چارسده کې په تیرو دو ورځو کې دریمه بمي چاودنه ده چې په ورستۍ هغې کې پنځه تنه ژوبل شوي وو.
له پلې خوا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر اسپانوي سیلاني برید شوی دی او شپږ امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي دي .
اسپانوی سیلانی له ایرانه د سایکل په وسیله د پاکستان بلوچستان په مستونګ سیمه کې تر برید لاندې راغلی.
نا معلومو وسله والو د مستونګ په سیمه کې پر سیلانیانو برید کړی چې له امله ېې شپږ سرتیري او یو بریدګر وژل شوي دي
.
برید کې سیلانیان هم ټپيان شوي دي. سیلانیان او ټپي سرتېري د مرکزي ښار کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي.
ټول بی هدفه بریدونه او په پای کی ټوله بی هدفه جګړه اوبیاټوله دپښتنو په زیان جګړه دابه ترکومه پوری دوام مومی اوکله به پښتانه پوهیږی چی نور لدی بی هدفه جکړی څخه لاس په سرشی په ماین پاکانو بریدونه ،دواکسین په رضاکارانو حملی اوبالاخره په بهرنی سیلانیانو باندی تورتم راوستل داخویوهم دپښتنوله شان سره نه ښایی آخر داسی وخت هم راتلونکی دی چی پښتانه په خپله ژبه وشرمنیږی اووایی چی پښتووایو خوپښتانه نه یو په پاکستان کی هم پښتانه جګړه کوی اوپښتانه وژل کیږی اودلته په افغانستان کی هم پښتانه هرچیرته یادخپل ماین قربانی ګرزیدلی اویاهم نور پښتانه ددوی دماین ښکار ګرزی بس ټول ماتم په پښتنودی اولکه دااسلام چی یوازی ددوی دین وی اونور خلک مسلمانان نه وی
داسلام دفاع به ان انشا الله فشتون قو م کوی او مخکی هم فشتا نه وه چی دانگریزانو مقا بله وکره او اوس به هم همد غه فشتانه اسلام سا تی 000 نه یی دفنجاب گوزونه سا تی شی او نه یی دتا جکو او هزا روو هغه خیا لونه چی وای افغا نستان با ید تجزیه شی والسلام
د پښتنو په اکثریته ځایونو کې غیر پښتانه بریدونه کوی هغه د پښتون د نوم بد کولو او د اسلام مبارک دین سره په مخالفت کې، چې ګواکي پښتانه په اسلام سر ورکوي او دا دي ټول کارونه یې غیر اسلامي دي!!!!