جمیل وقار/
کلیوال ادبي ملګرو ټولنې د روانې میاشتې په درېیمې نېټې د پنجشنبې په ورځ مخکې له غرمې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د البیروني د عامه کتابتون په تالار کې د غزل سالار اروښاد محمد صدیق پسرلي یاد ناسته وکړه.
غونډه د معمول په څېر د قران پاک په سپېڅلو آیاتونو ښاغلي اجمل بلهار پرانیسته.
ورپسې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي بسم الله شریفي خبرې وکړې.
نوموړې استاد پسرلی لویه ضایعه وبلله او د پښتو ادبیاتو علاوه یې د سیمې په کچه ستر شخصیت یاد کړ.
هغه وویل چې د استاد پسرلي په یاد به لوی سیمینار جوړوې او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه به ورته لیکوال، شاعران او فرهنګیان را وغواړې.
هغه له کلیوال ادبي ملګرو ټولنې څخه مننه وکړه چې په لیږو امکاناتو یې د فرهنګي شخصیتونو یاد کړی او تر وسه یې خپل مسوولیت ادا کړی.
له ښاغلي شریفي وروسته په غزني کې د سرې میاشتې رئیس ښاغلي سمیع الله صدیق دریز ته راغی
هغه هم په وار سره د غزل ستوری اروښاد استاد پسرلی په مړینه خواشیني وښوده، له ستر څښتن څخه یې ورته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې استاد پسرلی نه یوازې شاعر و، بلکې د ورځنیو پېښو او د ګران هېواد حالاتو اړوند یو روڼ اندی مفکر و.
ښاغلي صدیق وړاندې وویل چې د غزل بابا مرحوم پسرلی په اخلاقي او اجتماعي لحاظ د استغنا هندوکش و او په ادبي لحاظ په معاصرو پښتو شاعرۍ کې یې د هندي سبک پيروي کړله.
هغه وویل چې استاد پسرلي د نظم سربېره خوږ نثر درلود او له حکمته مالامال و.
ورپسې په غزني کې د سنایي اونیزې چلونکي او د دري ژبې شاعر او لیکوال استاد عبدالعلي فکوري خبرې وکړې.
نوموړې وویل چې استاد محمد صدیق پسرلی د پښتو شاعري هغه ستره هستې وه، چې ممکن ځای یې تر ډېرو خالي پاتې شي. خو استاد داسې کورنۍ روزلي چې موږ ډاډمنوي، چې که استاد په فزیکي بڼه موږ سره نه وي، خو په فکري هغه به تل زموږ ملتیا کوي.
هغه د استاد پسرلي محبوبیت او ارزښت ته په اشارې وویل(( استاد پسرلي د دې سربېره چې پښتو ادبیات یې بې ساري غني کړي، د افغاني قومونو په یوالي کې سخت زیات کار کړی او نن چې موږ د یوه چتر لاندې او څنګ په څنګ د هغه د مړیني ویر کو، دا یې یوه بېلګه ده.))
له ښاغلي عبدالعلي فکوري وروسته د غزني د ژورنالیستانو د ټولنې مشر او په دې ولایت کې د بي بي سي نړیوالي شبکې خبریال اسدالله جلالزي د استاد پسرلي په اثارو رڼا واچوله.
هغه وویل چې که چیرې د استاد پسرلي د شعرونو نړۍ ته سر ورښکاره کړو، نو ناشونې ده چې په دومره لنډ او تنګ وخت کې به وکولای شو چې د دغه لوی سیند له تله هغه قیمتي مرغلرې را وباسو چې سوداګر یې د اخیستو توان نه لري.
هغه زیاته کړه چې د لوی استاد شاعري له ښکلا، رڼا، ځلا، ناز، عاطفې، زړه سوی، نوې خیال، سوز او ګذار څخه ډکه ده، ځکه یې خو یې کابو په هر غزل کې د شمعې او پتنګ ترمنځ اړیکه د هجران او وصال حالات بیانوي.
نوموړې د استاد دوه اثار، د نی کوڅه او کوچي ملا په اړه ګډون کونکو ته مالومات ورکړل.
له اسد جلالزي وروسته ښاغلي غني غالب، جمیل وقار او اجمل بلهار هم د استاد په ژوند، اثارو او ادبي هڅو مقالې ولوستې.
د یادولو وړ ده چې شاعر او لیکوال استاد نورالحبیب نثار، همیم جلالزي، شېر احمد حیدر، ارشاد رغاند، پکتیکا ادبي بهیر او غزني مجلې هم لیکنې او پيغامونه را لېږلي و، چې د غونډې په جریان کې ولوستل شول.
د ناستې په ورستیو شېبو کې د غونډې ګډون والو د اطلاعاتو او کلتور رئیس څخه وغوښتل چې په غزني ښار کې دې د استاد پسرلي په نوم یو واټ ونوموې او د پوهنې له رئيس څخه یې د قره باغ ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې مرکز د استاد په نوم د نومولو غوښتنه وکړه.
په پای کې د استاد روح ته د ارمتیا په پار د ناستې ګډون کونکو د خدای لوی دربار ته لاسونه لپه کړل او د غزل بابا ته یې د مغفرت دوعا وکړه.
روح دې ښاده او یاد دې تل وي
انالله وانا الیه راجعون