ورولي سعيد شينوارى/
ډېر كوچنى وم چې د شينوارو قاضي صيب سيد حسين نجيبي مې په خپله شخصي كتابخانه كې قلنګ ومانه، هغه خپل كشر زوى او زما د كوچنيتوب ملګري عدنان ته ويلي وو چې وړوكي خان ته په توره شپه هم بايد كتاب د لوستو لپاره وركړې.
د استاد پسرلي نوم مې د همدغې كتابخانې په خزانه كې وموند، په سپيده مجله ((هغه وخت چې دى يې بنسټ ايښودونكى او مشر و)) كې به مې د هغه لنډې او خوږې كيسې لوستې، دا په ژوند كې شايد زما د ادب پالنې لومړۍ تجربې وې خو كله كله به مې د استاد يو نيم شعر هم ولوست مګر نه پرې پوهېدم او پاڼه به مې واړوله.
ورو ورو مې د خلكو له بحثونو زده كړل چې استاد پسرلي ته د غزل د ستوري لقب وركړل شوى، خو دا وخت زه د ((بحث)) په ژوره معنا نه پوهېدم، بحث ما يوازې جنګ ته ويل، يوه ورځ مې واورېدل چې استاد پسرلي سره يې زامن په خاصه توګه غضنفر سخت بحثونه كوي او د خبرو هيڅ وار نه وركوي.
ما پسرلى صاحب ته په خپله ماشومه سينه كې داسې ځاى وركړى و چې غوسه راغله او له ځانه سره مې غوټه كړ، كه غټ شوم نو اول به له غضنفر سره د دې حساب كوم چې ولې پښتنو ته له حده زيات محترم پسرلي سره بحثونه كوې، خو دې ته مې پام نه و كړى چې د عالمانو د كورنۍ بحث د افلاطون، سقراط او ارستوكريټس بنډار ته وايي.
دا كيسه د هغه وخت وه، چې د پسرلي د شعر وږمو او د هنر پلوشو ته به سره له دې چې په خوند يې نه پوهېدم، خو د ژوند د صحرا په لويه لار ورته ناست وم. يو وخت مې له پسرلي سره د تخيلاتي رشتې په زور سپېدې مجلې ته ليك هم لكه چې ليكلى و خو بيا راته مشرانو ويل دا مجله اوس نه چاپېږي.
ما په ۱۳۰۷ كال كې د غزني د قره باغ په لمن راټوكيدلى پسرلى نه و ليدلى خو په دې هيله وم چې خداى به وخت راولي، مګر زلمى شوم، محصل شوم، فارغ شوم، شاعر شوم، ليكوالي مې تجربه كړه، د هغه په بخملي صحرا، د نى كوڅه او بالاخره غزلبڼ كې مې لوټنكې وكړې او غايبانه به مې ورته د هر شعر په لوستو سلامي وركوله، خو په دوه قدمه كابل كې د پښتو غزل د پسرلي د ليدو په ارمان پاتې شوم.
دا وړه خبره نه ده، ما د هغه د ليدو لپاره كلونه انتظار وكړ او دا انتظار مې هغه وخت په اوښكو كې راتوى شو چې د مرغومي په ۲۳م سهار مې د فسبوك په پاڼه د هغه د وفات دردوونكى خبر ولوست.
د كندوز د يو وړكي ښوونځي له انګړه وتلى او د فارسي شهنشاهان سخن خاقاني، بېدل او صائب اصفهاني او له هغوى راوروسته د معاصر نادر پور او سيمين بهبهاني د هنر د پلوشو رڼا ته موسېدلى پسرلى چې ما څومره د بخملي صحرا په هنداره او د غزلبڼ په نغمو كې مشاهده كړ، نو د الفاظو خوږلت او زور يې تر هغې زيات راباندې د بخملي كندوز طوافونه وكړل.
د تخيل په نړۍ كې زه، دى او د بخملي صحرا كركټر يې د پوهنتون په دوهم كال ډېر زيات سره نږدى پاتې شوو، زما زړه په دغه صحرا كې د كركټر له هر لړزېدلي ګام او هر اه سره سختې كړيكې وكړې، ما په دې صحرا كې د ورورلۍ، جهاد، خلقيتوب، ټوپكوالۍ، مسلمانۍ، پښتونولۍ، سوچه توب او مينې ټولې هغه لوړې ژورې مشاهده كړې چې اوس مې په حقيقي ژوند كې د لارې مشال دي.
خو په دې متاسف يم چې د استاد پسرلي څو مرغلرې مې په خپل غوږ وانه ورېدې، واى بر حال ما… چې ما پسرلى يوازې په تصوير كې وليد، مګر د هغه د مخامخ ليدو هيله مې د پسرلي له ناګهاني مخه ښې سره همداسې په زړه كې خزان شوه.
په اخر كې به خپلې خبرې د بخملي صحرا د كركټر (معصوم خان) په دې ټپه راټوله كړم چې خپلې كوترې ته يې ويلې وه:
ځان به د تورو غرو غرڅه كړم
ستا له ديدن څخه به زړه وصبرومه