تاند- سره له دې چې حشمت الله شهیدي د پاکستان د نولس کلونو لوبډلې په وړاندې ښه لوبه وکړه خو افغان نولس کلونو لوبغاړو دوهمه یو ورځینۍ مسابقه هم وبایلله.
دا یو ورځینۍ سیالي، چې پرون /پنجشنبه/ د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، افغان ټیم په ۴۵ اور کې په ۱۷ منډو وبایلله.
پچه افغان لوبډلې ګټلئې وه خو غوره یې وبلله چې لومړی پاکستاني لوبغاړي بیټنګ وکړي.
پاکستان د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۳۸ منډې وکړې.
د پاکستان په بري کې د دغه ټیم کیپتان لویه ونډه لرله. کیپتان سمیع اسلم په ۸۶ توپونو ۷۱ منډې وکړې. ده ۶ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې. بالاخره د شهیدي له لوري وسوځول شو.