په ډيري خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چي د هلمند ولايت د بست محلي راډيو خبريال نوراحمد نوري د نامعلومو وسله والو له خوا وژل سوی او جسد يې تيره شپه ناوخته د هلمند مرکز لښکرګاه د شورمانو په سيمه کي په داسي حال کي د پوليسو له لوري پيدا سوی چي لاسونه يې ترشاه تړلي وه ، په چړو وهل سوی وو او په يوه ګونۍ کي پروت وو .نوموړي مخکي د نيورياک ټايمز ورځپاڼي سره هم کارکوی خو تر زياتو تهديدنو او اخطارونو وروسته نوموړي په دې وروستيو کي د يادي ورځپاڼي سره وظيفه پرې ايښه وه په کندهار کي د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره يا نی د نوراحمد نوري پر وژل کيدو خواشيني څرګنده وي او کورنۍ ته يې د خدای ج له درباره د جميل صبرغوښتنه کوي همداراز په افغانستان کي د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د هلمند ولايت د امنيتي چارواکو څخه د شهيد نوري د قاتلانو د نيولو او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارو غوښتنه کړې. دا په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي لومړۍ پيښه ده چي يو خبريال د وسله والو له لوري وژل کيږي د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته د ۲۰۰۱ ميلادي کال راپه دې خواپه افغانستان کي ۳۶ خبريالان وژل سوي دي. تر دې مخکي په ۲۰۰۸ ميلادي کال کي عبدالصمد روحاني چي په جنوب کي د بي بي سي راډيو خبريال وو هم د وسله والو له لوري په هلمند ولايت کي وژل سوی وو خو تر ۵ کلونو وروسته لا هم د نوموړي قاتلين نه دي نيول سوي
درنښت
کندهار – نی ساحوي دفتر